1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليبریتانیا

محکمه: له بريتانيا څخه روانډا ته د کډوالو ليږل غير قانوني دي

۱۴۰۲ تیر ۸, پنجشنبه

په بريتانيا کې يوې محکمې له دغه هېواد څخه روانډا ته د مهاجرو ليږدول غير قانوني بللي او په دې توګه یې د محکمې د پخوانۍ پريکړې خلاف فيصله کړې ده. حکومت غواړي چې د دې حکم پر وړاندې اعتراض وکړي.

https://p.dw.com/p/4TERx
په لندن کې د استيناف يوې محکمې  حکم کړی دی چې روانډا ته د مهاجرو د ليږد پروګرام غير قانوني دی
په لندن کې د استيناف يوې محکمې حکم کړی دی چې روانډا ته د مهاجرو د ليږد پروګرام غير قانوني دیانځور: Finnbarr Webster/Getty Images

په لندن کې د استيناف يوې محکمې د پنجشنبې په ورځ حکم کړی دی چې روانډا ته د مهاجرو د ليږد پروګرام غير قانوني دی ځکه چې روانډا د يوه خوندي دريمګړي هېواد په توګه نه شي درجه بندي کيدلای.

د محکمې دا پريکړه د بريتانيا د لومړي وزير ريشي سوناک د محافظه پال حکومت له پاره يوه ضربه ده چې د هغو مهاجرو د شمير د راکمولو له پاره یې چې په کوچنيو کښتيو کې دغه هېواد ته رسيږي، د دې لانجمن پلان ملاتړ کړی وو.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د محکمې له قاضيانو څخه یې يوه يان بارنت، وويل: «د روانډا د مهاجرت په سیسټم کې داسې نيمګړتياوې شته چې دا باور موجود دی چې کيدای شي هلته استول شوي مهاجر بيرته خپلو هېوادونو ته د ليږدولو له ګواښ سره مخامخ شي. هغه ځایونه چې دغه کسان به په پکې له تعقيب او غير بشري چلن سره مخامخ شي.»

اړونده موضوع: بریتانیا پناه غوښتونکي رواندا ته استوي

د بريتانيا حکومت په پام کې لري چې دا قضيه د هېواد سترې محکمې ته يوسي خو د سترې محکمې تر پريکړې پورې حکومت نه شي کولی پناه غوښتونکي روانډا ته واستوي.

د بريتانیا د حکومت وياندې يولانده ماکولو، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «روانډا په بشپړه توګه د دې مشارکت عملي کيدو ته ژمنه ده. که څه هم چې په دې اړه به وروستۍ پريکړه د بريتانیا قضايي سیسټم کوي خو له دې حکم سره چې روانډا د پناه غوښتونکو او مهاجرو له پاره خوندي نه دی، مخالف يوو.»

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د بريتانيا لومړي وزير سوناک ژمنه کړې ده چې د مانش کانال له لارې دغه هيواد ته د رسيدونکو پناه غوښتونکو شمير به راټيټ کړي او دا مسئله یې د خپل حکومت د پنځوو لومړيتونو څخه يوه بللې ده.»

اړونده موضوع: له بريتانيا څخه روانډا ته د مهاجرو د لېږد پرواز لغوه سو

تر اوسه هیڅ يو پناه غوښتونکی روانډا ته نه دی انتقال شوی خو د بريتانیا حکومت د دې هوکړې پر اساس تر دې مخه ۱۴۰ میليون پاوند چې ۱۷۰ ميليون ډالر کیږي، روانډا ته ورکړي دي.

روانډا ته د مهاجرو د لومړۍ جوپې د ليږدولو پلان تېر کال په وروستيو دقيقو کې د اروپا د بشري حقونو د محکمې له لوري متوقف شوی وو.

په دسمبر میاشت کې د بريتانيا يوې محکمې د حکومت د دې طرحې په پلوۍ پريکړه کړې وه خو د بېلا بېلو هيوادونو د بشري حقونو او پناه غوښتونکو ټولنې د دې حکم پر وړاندې د استيناف غوښتنه کړې وه.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP, AP)

زموږ له آرشیف څخه:

بریتانیا ولې افغان کډوال له لندنه بلې سیمې ته انتقالوي؟