1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له بريتانيا څخه روانډا ته د مهاجرو د لېږد پرواز لغوه سو

۱۴۰۱ خرداد ۲۵, چهارشنبه

د بريتانيا حکومت د بشري حقونو له پاره اروپايي محکمې د يوې عاجلې فيصلې د اعلان وروسته دغه پرواز لغوه کړ. خو پر دې يې هم ټینګار کړی دی چې روانډا ته د مهاجرو د لېږد پاليسي به تعقيب کړي.

https://p.dw.com/p/4CjTI
UK | Abschiebeflug nach Ruanda
انځور: Finnbarr Webster/Getty Images

د بريتانيا حکومت پلان درلود چي يو شمير هغه مهاجر چې د مانش کانال له لارې په کښتيو کې دغه هيواد ته راغلي ول، و افريقايي هيواد روانډا ته ولېږي. په دې ترڅ کې و روانډا هيواد ته د سه شنبې د ورځې له پاره پرواز پلان سوی ؤ. خو د بشري حقونو لپاره اروپايي محکمې په يوه عاجله فيصله کې وويل چې په دغه پلان سوي پرواز کې د شامل يو عراقي مهاجر لېږد دې ودرول سي. په پلان کې وه چې د بيلو هيوادونو سره تړاو لرونکي پناه غوښتونکي رواندا افریقايي هیواد ته ولېږل سي.

د بريتانې حکومت په ياده اروپايي محکمه کې د ماتې خوړلو باوجود ويلي دي چې روانډا ته د مهاجرو د لېږد پر خپل پلان به ثابت پاته سي او دغه پاليسي به مخ په وړاندې تعقيب کړي. هندي الاصله بريتانوۍ سياستوالې او د کورنيو چارو وزيرې پريتي پټېل په شتراسبورګ کې د اروپايي محکمې د فيصلې د اعلان وروسته د سه شنبې په ماښام وويل: «موږ به له دې کبله له درست کار کولو او د خپل ملت د پولو له ساتلو ونه بيريږو.«

پريتي پټېل زياته کړه «زه ناهيلي سوې يم چې حقوقي دعوی او شخړه په وروستيو دقيقو کې د دې لامل سوې چې د نن له پاره پلان سوی پرواز تر سره نه سو.» د هغې په وينا دا ډېره حيرانونکې وه چې د بشري حقونو له پاره اروپايي محکمې د دغو کسانو لپاره دخالت وکړ، د هغه وروسته چې بريتانوي محکمو مخکې بل ډول فيصلې کړي وې.

له بريتانيا څخه روانډا ته د مهاجرو د لېږد له پاره پلان سوی لومړی پرواز له پلي کېدو څخه لږ وخت تر مخه لغوه کړل سو. خو د بريتانيې د کورنيو چارو د وزيري په وينا د بل پرواز له پاره چمتو والی نيسي.

لندن د روانډا هيواد سره يو ځانګړی تفاهم کړی دی چې په ترڅ کې به يې هغه مهاجر چې د مانش کانال په لاره په کښتيو کې دغه هيواد ته رسيږي، روانډا هيواد ته استوي. د دغو مهاجرو د پناه غوښتنه به په روانډا کې ارزول کيږي. د بريتانيا حکومت غواړي چې په دې توګه له يادې لارې بريتانيا ته راتلونکي مهاجر وبېروي او په دې توګه و بريتانيې ته د مهاجرت مخه ونيسي.

خو د بريتانيا د حکومت دغه پلان په هيواد دننه او دباندې د زياتو بحثونو او تنقيدونو لامل سوی دی. د ملګرو ملتونو تر څنګ يو شمير د بشري حقونو سازمانونو دغه پلان د نړيوالو حقونو نقض بللی دی. خو روانډا او بريتانيا د ياد پرواز د لغوه کېدو وروسته بيا هم د خپل پلان د عملي کولو ژمنه تکرار کړې ده.

ا.آ/ا.خ.ح. (ډي پي اې)

یادونه: دا مطلب د دویچه ویله همکارې رسنۍ انفو مایګرنتس له پاڼې اخیستل شوی