1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربي امارات بهرنيانو ته د مالکيت محدوديت له منځه وړي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۳۱, جمعه

متحده عربي اماراتو اعلان کړی دی چې د بهرنيانو له پاره به د مالکيت محدوديت له منځه يوسي او د جون له لومړۍ نېټې څخه به بهرني شرکتونه د خپلو تجارتي فعاليتونو د بشپړ کنټرول اجازه ولري.

https://p.dw.com/p/3tidu
Downtown Dubai - Burj Khalifa
انځور: picture-alliance/ZB

د متحده عربي اماراتو د اقتصاد وزارت ويلي دي چې د تجارت په قوانينونو کې دا اصلاحات به چې په اصل کې په ۲۰۱۹م کال کې تصويب شوي ول، د خليج په دې هيواد کې تجارت آسان کړي او بهرني شرکتونه به پانګونې ته وهڅوي.

د اقتصاد وزير عبدالله بن طوق المري، په دې اړه وويل: «د تجارت د تعديل شوي قانون هدف د رقابتي برخې پياوړتيا ده او د حکومت د هغو هلو ځلو برخه ده چې د تجارت د آسانه کولو له پاره یې کوي.»

متحده عربي اماراتو د ویزې په قوانینو کې پراخ بدلون راوست

د قانون د تعديل دا پريکړه هغه اوږد مهاله قانون لغوه کوي چې بهرنی مالکيت يوازې ۴۹ سلنې پورې محدودوي.

د دې محدوديت څخه د برائت له پاره تر اوسه د متحده عربي اماراتو اووه اماراتو چې دوبۍ هم پکې شامله ده، له کلونو راهيسې آزادې تجارتي ساحې رامنځته کړې وې، چې بهرني شرکتونو کولای شول په تجارتونو کې ۱۰۰ فيصده مالکيت ولري.

Kamelmilch aus Dubai
د اقتصاد وزارت وايي له نوې پريکړې څخه يې هدف د بهرنيو پانګوالو جلبول ديانځور: DW/M. Marek

عربي امارات په عربي نړۍ کې تر سعودي عربستان وروسته دويم ستر اقتصاد دی. همدا راز د دې هيواد اقتصاد په تر ټولو متنوع اقتصادونو کې شميرل کیږي، په ځانګړي توګه د دوبۍ له وجې چې خپل ۹۵ فيصده عوايد د تېلو له صنعته نه، بلکې له نورو لارو په لاس راړوي.

د دغه هيواد د تېلو تر ټولو سترې زېرمې په پلازمېنه ابوظهبي کې دي. دغه هېواد د نړيوال بانک د بهرنيانو له پاره د تجارتي آسانتياوې رامنځته کوونکو هيوادونو په نوملړ کې ۱۶ ځای لري.

دا تازه پريکړه به په ديارلسو اقتصادي سيکتورونو کې بهرنۍ پانګونې ته لاره هواره کړي چې نوې کیدونکې انرژي، زراعت، ترانسپورت او د آنلاين تجارت برخې پکې شاملې دي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: