1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحد عربي امارات چا ته لس کلنې ویزې ورکوي؟

۱۳۹۹ اسفند ۱۲, سه‌شنبه

متحدو عربي اماراتو پریکړه کړې ده چې ۱۰۰۰ هنرمندانو او د فرهنګ په برخه کې فعالینو ته لس کلنې ویزې ورکړي. متحدو عربي اماراتو په دې وروستیو کې د ویزو په برخه کې پراخ اصلاحات رامنځ ته کړي دي.

https://p.dw.com/p/3q6Vr
Vereinigte Arabische Emirate Dubai Burj Khalifa
انځور: Loop Images/picture alliance

د متحدو عربي اماراتو حکومت پریکړه کړې ده چې له ټولې نړۍ څخه به زرو هنرمندانو او هغو کسانو ته چې په فرهنګي چارو کې فعالیت کوي، لس کلنې ویزې ورکړې. د دبۍ ښار د کلتور او هنرونو ادارې د سه شنبې په ورځ په لومړي ځل د دغه اقدام خبر ورکړ.

د خلیج ټامیز په نامه متحده عربي اماراتو انګلیسي ژبې انترنتي رسنۍ د رپوټ پر اساس، د حکومت تر اعلان وروسته تر اوسه پورې له ۴۶ هیوادونو څخه د دغه راز ویزو ۲۶۱ درخواستونه شوي دي. د چارواکو په خبره، له دې ډلې یواژې ۱۲۰ درخواست کوونکي پر شرایطو برابر دي او زیاتوي چې له دوی څخه ډیرو کسانو ته دغه ویزې هم ورکړل شوي دي.

د دغي خليجي هیواد حکومت غواړي څو په دې توګه په نړۍ کې د فرهنګ په برخه کې هم مخکښ شي او له ټولې نړۍ څخه پیژندل شوې څیرې جذب کړي.

تر دې مخکې متحدو عربي اماراتو د پانګوالو او محصلینو او همداراز د لا ډیرو سیلانیانو د جذب په موخه د ویزو په برخه کې په پراخو اصلاحاتو لاس پورې کړی دی.