1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيسوډان

سوډان: د امارتو د سفیر پر کور د برید په تړاو متقابل تورونه

۱۴۰۳ مهر ۱۰, سه‌شنبه

متحده عربي اماراتو په خرطوم کې د خپل سفیر پر کور د شوي هوایي برید پړه د سوډان پر وسله وال پوځ ور اچولې ده. خو پوځ بیا د چټک ملاتړ ځواکونه، چې ویل کیږي د متحدو عربي اماراتو له ملاتړه برخمن دي مسئول بولي.

https://p.dw.com/p/4lHDb
په خرطوم کې د سفیر پر کور تر برید وروسته لوګي هوا ته پورته کیږي
متحده عربي اماراتو په خرطوم کې د خپل سفیر پر کور د شوي هوایي برید پړه د سوډان پر وسله وال پوځ ور اچولې ده. انځور: Rashed Ahmed/AP Photo/picture alliance

متحدو عربي اماراتو د دوشنبې (د سپټمبر میاشتې ۳۰ نیټه) په ورځ په خرطوم کې د خپل سفیر پر کور د شوي برید مسئولیت د سوډان پر وسله والو ځواکونو ور اچولی دی. د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې په خرطوم کې د دغه هیواد د سفر پر کور شوي برید کې ودانۍ ته سخت زیان رسیدلی دی.

بل لور ته دسوډان پوځ د دغو تورونو په ردولو سره ویلي دي چې د دې برید تر شا د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) لاس لري. RSF یوه نیمه پوځي یا ملیشه ډله ده چې د خرطوم په وینا د دغه هیواد د کورنۍ جګړې په جریان کې د متحدو عربي اماراتو له خوا یي ملاتړ کیږي. د تیرو ۱۷ میاشتو راهیسې روانې کورنۍ جګړې دغه هیواد ډیر ځپلی دی.

متحده عربي امارات؛ بزدلانه برید

د نفتو له زیرمو څخه د غني هیواد متحدو عربي اماراتو دولتي خبري آژانس «ډبلیو ای ایم» د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي دي چې نوموړي وزارت «هغه بزدلانه برید په کلکه غندلی دی، په کوم کې چې په خرطوم کې د متحدو عربي اماراتو د ماموریت استوګنځای د سوډان پوځ الوتکې په نښه کړی دی او په پایله کې یې دغې ودانۍ ته سخت زیان اوښتی دی.»

د اماراتو په وینا «متحدو عربي اماراتو د سوډان له پوځ څخه غوښتنه کړې ده چې په بشپړ ډول دې د دې بزدلانه عمل مسئولیت ومني » متحدو عربي اماراتو په خپله اعلامیه کې دغه برید «د دیپلوماتیکي احاطې د حُرمت د بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه» وبلله.

د سوډان پوځ د ۲۰۲۳م کال له اپریل مياشتي راهیسې د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) سره په یوه کورنۍ جګړه کې ښکیل دی چې تر دې دمه پکې لسګونو زره کسان وژل شوي او د جګړې له امله یو شدید بشري کړکېچ رامنځته شوی دی.

د دې په غبرګون کې د سوډان پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې «دوی نه هم دیپلوماتیکي استازولۍ او د ملګرو ملتونو ادارې، او نه هم د داوطلبه سازمانونو مرکزونه په نښه کوي او نه یې هم ملکیتونه غصبوي چې په پوځي اډو یې بدل کړي.»

په دغه اعلامیه کې زیاته شوې ده «هغه څوک چې دغه پست او بزدلانه اعمال ترسره کوي، هغوي ترهګر، یاغي (RSF) ملېشه دي او نړۍ ته معلومه ده چې کوم هیواد یي ملاتړ کوي.»

ملګري ملتونه؛ متحده عربي امارات د RSF ملاتړ کوي

په جنورۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په یوه رپوټ کې د معتبره شواهدو له مخې موندلې وه چې متحده عربي امارات په شمالي چاد کې د مډجراس، چې (د متحدو عربي اماراتو یو خیریه بنسټ دی) په وسیله د چټک ملاتړ ځواکونو ته وسلې ورکوي.

د ملګرو ملتونو په حواله په سوډان کې تر اوسه پورې تر ۱۴۰۰۰ ډیر انسانان وژل شوي او نږدې ۳۳۰۰۰ ټپیان شوي دي. د نوموړي سازمان په حواله نږدې ۲۵ میلیونه وګړي یعنې د دغه هیواد نږدې نیمایي نفوس د ورځني ضرورت توکو ته اړتیا لري.

د پلازمېنې خرطوم ډیرې برخې له څو میاشتو راهیسې د RSF ملېشه و په کنترول کې دي. د سوډان پوځ په دې وروستیو کې د پلازمېنې د کنترول د بیرته نیولې په خاطر نوي بریدونه پیل کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

ناامني، انارشي، وچکالي او د قحط ګواښ د نړۍ په تر ټولو نوي هيواد کي