1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوډان او اسرائيل د دپلوماتيکو اړيکو پرعادي کیدو توافق وکړ

۱۳۹۹ آبان ۳, شنبه

تر اماراتو او بحرين وروسته، سوډان هم د امريکا په منځګړيتوب له اسرائيل سره د دپلوماتيکو اړيکو پر عادي کيدو توافق وکړ. دغه توافق د امريکا د انتخاباتو په مخ کې د ترمپ يوې بله بريا ګڼل کيږي.

https://p.dw.com/p/3kNUa
Bildkombo Benjamin Netanyahu, Abdel Fattah al-Burhan, Donald Trump

د آلمان خبري آژانس د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر ۲۴مه) د سوډان او اسرائيل تر منځ د سولې له توافق څخه خبر ورکړ. ترمپ د سوډان او اسرائيل ترمنځ د سولې توافق (يو تاريخي توافق) ښودلی. سپينې ماڼۍ بيا دغه توافق د دونالد ترمپ د بهرني سياست په برخه کې د هغه د يوې بلې لوېې بريا په توګه اعلان کړی دی.

ترمپ د سوډان او اسرائيل ترمنځ د توافق خبره د جمعې په ورځ رسنيو سره شريکه کړه. هغه وويل چې درې هيوادونه، امريکا، سوډان او اسرائيل د دغه «تاريخي توافق» په چوکاټ کې د اقتصادي روابطو پر پراختيا هم توافق ته رسيدلي دي.

ترمپ د دې سربيره ډاډ څرګند کړ چې دغه توافق د «سيمې د امنيت د ښه کيدو سبب واقع شوی چې کولای شي د سوډان، اسرائيل او د منځني ختيځ او افريقا اوسيدونکو ته نوي امکانات برابر کړي.»

سوډان هم د ډيرو نورو عربي هيوادونو په څير له اسرائيل سره هيڅ ډول دپلوماتيک مناسبات نه درلودل. دغه هيواد چې څه باندې ۴۲ ميليونه نفوس لري، د کلونو له پاره د عمر بشير د اقتدار طلبه حکومت په سيورې کې منزوي شوی وو. سربيره پر دې، د سوډان حکومت د امريکا له خوا د تروريزم ملاتړکونکي هيواد په توګه ارزول شوی وو.

د سوډان حکومت هم منلې چې د امريکا په منځګړيتوب له اسرائيل سره د دپلوماتيکو اړيکو پر عادي کيدو توافق کوي او د تروريستي حملو امريکايي کورنۍ قربانيانو ته به غرامت ورکوي.

سوډان، پنځم عربي هيواد دی چې اسرائيل سره دپلوماتيکې اړيکې برقراره کوي. تر متحده عربي اماراتو او بحرين وروسته، دغه هيواد هم ويلي دي چې اسرائيل سره به خپل مناسبات عادي کړي او د سوداګرۍ او کرهڼې په برخه کې به ورسره همکاري کوي.

د اسرائيل لومړي وزير، بنيامين نتنياهو، هم د دواړو هيوادونو توافق «په سيمه کې د سولې د استقرار يو نوی فصل» ښودلی دی.

خو فلسطيني رهبرانو بیا سوډان او اسرائيل تر منځ پر شوي توافق باندې سختې نيوکې کړي دي.

دویچه وله ف/م.ک.ص./ا.ا.