1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده عربي اماراتو د طالبانو شارژدافیر منلی

۱۴۰۲ آبان ۵, جمعه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې متحده عربي اماراتو کې افغان سفارت ته یې خپل شارژدافیر ورپیژندلی دی. دغه کس څوک دی؟

https://p.dw.com/p/4Y5ks
د روسيي په ګډون یوشمېر نورو هېوادونو هم افغان سفارتونو کې د طالبانو استازي منلي دي
د روسيي په ګډون یوشمېر نورو هېوادونو هم افغان سفارتونو کې د طالبانو استازي منلي ديانځور: Bernat Armangue/AP Photo/picture alliance

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت یوه ویاند عبدالقهار بلخي ویلي دي چې مولوي بدرالدین حقاني په ابوظبي کې د یو لړ مراسمو پرمهال د افغانستان د سفارت کارکوونکو ته په رسمي ډول ورپیژندل شوی.

بلخي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د متحده عرب اماراتو له لوري د شارژدافير په توګه د بدر الدين حقاني منل د دواړو هيوادنو تر منځ په اړيکو کي مهم پرمختګ بولي چې په ترڅ کې به يې د دواړو هيوادونو تر منځ سياسي، اقتصادي او نوري هر اړخيزي اړيکې لا هم پراخي او په اماراتو کې ميشت سلګونه زرو افغانانو ته د لا ښو خدماتو وړاندي کولو سبب وګرځي.»

تردې وړاندې طالبانو په مالیزیا کې میشتو افغانانو له پاره د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ د پيليدو خبر ورکړ.

د طالبانود بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند حافظ ضیا احمد ویلي، نقیب الله احمدي هلته د افغان سفارت ځای ناستی ګومارلی شوی او مالیزیا میشته افغانانو ته یې ډاډ ورکړی دی چې قونسلي چارې به چټکې کړي.