1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هسپانیه کې افغان سفارت: د طالبانو حکومت سره په تعامل کې یو

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ مهر ۱۵, شنبه

هسپانیه کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې تردې وروسته به ټولو قونسلي چارو کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت سره په تعامل کې وي.

https://p.dw.com/p/4XEfl
هالنډ کې افغان سفارت وايي، بهرنیو چارو وزارت سره له تعامل پرته قونسلي چارې ناشوني دي
هالنډ کې افغان سفارت وايي، بهرنیو چارو وزارت سره له تعامل پرته قونسلي چارې ناشوني ديانځور: Ahmmad

پلازمینه ماډریډ کې د افغانستان سفارت یوه اعلامیه وايي، په دغه هېواد کې د پرتو افغانانو د ستونزو د حل په موخه د قونسلګرۍ په چارو کې د طالبانو تر ولکې لاندې بهرنیو چارو وزارت سره په تعامل کې دی.

دغه سفارت پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د قونسلګرۍ د اسنادو تصدیق لیکونه د معمول په څیر په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته استول کیږي.»

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په هسپانیه کې د سفارت له پریکړې د هرکلي ترڅنګ د همکاری ډاډ ورکړی.

ددغه وزارت یوه ویاند حافظ ضیاء احمد تکل رسنیو ته په استول شوي پيغام کې ویلي: «د بهرنیو چارو وزارت هم ټول هغه اسناد چې په هسپانیه کې د افغانستان سفارت لخوا رالېږل کیږي د اعتبار وړ بولي او قانوني دي.»

د تېرې چهارشنبې پرورځ په هالنډ کې د افغانستان سفارت هم اعلان کړی ؤ چې دوی په هغه هېواد کې د افغانستان استازېتوب کوي او د ټولو قونسلي خدمتونو لپاره بهرنیو چارو وزارت سره په تعامل کې دی.

یوشمېر هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو تر دغو اعلامیو وروسته ځینو کتونکو تور لګولی چې ددغو سفارتونو کارکوونکو د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سره نا معموله معامله کړې.

د نورو سفارتونو کارکوونکودغو تورونو ته ځواب نه دی ورکړی خو په هالنډ کې د افغانستان سفارت پر خپله ایکس پاڼه دوه ورځې وړاندې دغو تورونه رد کړل او زیاته کړې یې ده؛ «د اروپا په ګډون په بهر کې ټول سفارتونه او جنرال قونسلی «ښايي د څو محدودو سفارتونو په استثنا» په قونسلي خدمتونو کې د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست سره همغږي لري.»

ددغه سفارت پروینا په بهر کې افغان وګړو ته قونسلي چارې بهرنیو چارو وزارت سره له تعامل پرته ممکنې نه دي.