1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

ترکي چارواکو انستاګرام ټولنیزه شبکه بنده کړې

۱۴۰۳ مرداد ۱۲, جمعه

ترکي چارواکو د جمعې په ورځ انستاګرام ټولنیزه شبکه بنده کړه. په سملاسي توګه روښانه نه ده چې دغه شبکه په څه دليل او د څومره وخت له پاره بنده کړل شوې ده.

https://p.dw.com/p/4j35Z
رپوټونه وايي لا تراوسه روښانه نه ده چې ترکيې انستاګرام شبکه ولې او د څه مودې له پاره بنده کړې ده
د آرشیف انځور - ترکي چارواکو د جمعې په ورځ د اګست ۲مه ټولنیزه شبکه انستاګرام بنده کړهانځور: Niklas Graeber/dpa/picture alliance

د ترکيې دولتي خبري آژانس (DHA) د دغه هېواد د مخابراتو او معلوماتۍ تکنالوژۍ چارواکو له قوله خبر ورکړی دی چې انستاګرام ټولنیزه شبکه د جمعې په سهار بنده شوه او کاروونکو یې ورته يوازې د (VPN) محافظتي شبکې له لارې لاسرسی درلود.

د سایبري حقونو کارپوه، یمان اکدینیز پر اکس شبکه ليکلي چې انستاګرام «د ملي امنیت او عامه نظم» د ساتلو په دلیل بند کړل شوی دی.

دغه اقدام وروسته له هغې کیږي چې د ترکيې د عامه اړيکو مشر فخرالدین آلتون، پر انستاګرام  تور ولګاوه چې د فلسطينۍ اسلامپاله ډلې حماس د مشر اسماعیل هنیه د قتل په تړاو د ډاډګېرنې پیغامونه ېې بلاک کړي دي.

هنیه د چهارشنبې په ورځ په ایران کې ووژل شو او آلتون هم په همدې ورځ انستاګرام په سانسور تورن کړ.

خو دا چې ترکيې په واقعیت کې دغه ټولنيزه شبکه په څه دليل بند کړې ده، لا تر اوسه روښانه نه ده.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر اکس شبکه د جمعې ورځ د هنیه د مرګ په تړاو عمومي ماتم اعلان کړی.

ترکيه له حماس ډلې سره ښې اړيکي ساتلي چې په دې لړ کې اردوغان په اپریل میاشت کې له اسماعیل هنیه سره په استانبول کې یو ملاقات هم درلود.

(dpa)mks/akh

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل