1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان: له بشارالاسد سره روغې جوړې ته چمتو يو

۱۴۰۳ تیر ۱۸, دوشنبه

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي دي چې که د سوريې ولسمشر بشارالاسد د اړيکو بهتره کولو لپاره رامخته شي، نو ترکيه ورسره بېرته اړيکو ټينګولو ته چمتو ده.

https://p.dw.com/p/4i0VV
رجب طيب اردوغان په انقره کې د يوې خبرې ناستې پر مهال
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغانانځور: Umit Bektas/REUTERS

طیب اردوغان د سوریې له واکمن بشارالاسد سره د اړیکو لپاره چمتو والی ښودلی دی. د ترکيې د دولتي خبري آژانس انادولو د خبر له مخي، د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۴ کال د جولای ۷) په برلین کې د اروپا فوټبال سياليو په کوارټر فاینل کي د ترکيې او هالنډ د لوبي تر نندارې وروسته ترکيې ته د تګ پرمهال خبریالانو ته وویل چې د هغه حکومت کولای شي «هر وخت اسد رادعوت کړي.»

د ترکيې ولسمشر داسې اشاره ورکړه چې دروسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، په ګډون د نړۍ هغو مشرانو چې د بشارالاسد متحد دي، په ترکیه کې يې د ده او بشارالاسد ترمنځ د کتنې وړاندیز کړی دی.

اردوغان زیاته کړه: «موږ اوس يوې داسې مرحلې ته رسېدلي یو چې هرڅومره چټک چې بشارالاسد له ترکیې سره د اړیکو د ښه کولو لپاره یو قدم رامخکې شي، موږ به ورسره ورته چلند وکړو.»

د اسد حکومت د راپرځولو هڅې

ترکیې په ۲۰۱۱ کال په ګاونډي هيواد سوريه کې د کورنۍ جګړې له پېلېدو وروسته د سوریې سره خپلې اړیکې قطع کړې. ياده جګړه له هغه وروسته پیل شوه کله چې بشارالاسد په تاوتریخوالي سره په خپل هيواد کې د احتجاجونو د مخنيوي هڅه وکړه.

د سوريې په جګړه کې تر اوسه تر نيم ميليون زيات کسان وژل شوي، په میلیونونو سوريايان بې کوره شوي او د دغه هيواد بنسټيز جوړښتونه خراب شوي او صنعت سخت زیانمن شوی دی.

ترکيې د سوريې د جګړې په پام کې نیولو سره تر زيات وخت پورې دا هدف تعقيب کړی دی چې د اسد حکومت راوپرځول شي. خو په وروستیو کې د انقرې تمرکز د سوریې په شمال کې د کردانو د یوې پراخې خودمختاره سیمې د رامنځته کېدنې و مخنیوي ته متوجه شوی دی.

اردوغان په دغو شرایطو کې په ۲۰۱۹م کال د «ترهګرۍ دهلیز» څخه خبرداری ورکړی و. د ترکیې پوځ له ۲۰۲۰ کال راهیسې د سوریې په شمال کې پوځیان ځای پر ځای کړي او د سوریې د مرستندویه ځواکونو په ملاتړ یې په سرحدي سیمه کې دوې لویې سیمې تر کنټرول لاندې راوستلې دي.

په دمشق کې د يوې چاودنې وروسته وضعيت
د سوريې په جگړه کې له ۲۰۱۱ کال راهيسې تقريبا نيم مليون انسانان وژل شوي ديانځور: Omar Sanadiki/AP/dpa/picture alliance

په ترکيه کې ۳،۲ مليون سوريايي مهاجر

تېره اوونۍ په دغو سیمو کې د ترکیې پر ضد له تاوتريخوالې ډک لاریونونه وشول چې په ترڅ کې یې اووه کسان ووژل شول. لامل یې د ترکیې په څو ښارونو کې د سوریې د بنسټونو پر ضد لاریونونه ول. اردوغان د ترکیې اپوزیسیون د ناکراریو په رامنځته کولو تورن کړی و او د سوریې په شمال کې د لاریونونو تر شا یې د «ناپاکو لاسونو» د موجودیت خبره کړې وه. هغه هم پرته له دې چې په پیل کې نور توضیحات ورکړي.

ترکیې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۳،۲ میلیونه سوريايي مهاجرو ته ځای ورکړی دی. د دغو سوريايي مهاجرو سره معامله له اوږدې مودې راهیسې په ترکیه کې مرکزي سیاسي مسله وه. د ترکیې د اپوزیسیون سیاستوالو سوریې ته د کډوالو د بیرته استولو په حق کې خبرې کړې دي. دا په داسې حال کې چې سوريې ته مخکې ستانه شوي مهاجر د لویو ستونزو سره مخامخ دي.

ولسمشر اردوغان په دې پس منظر کې پخپله په وروستیو کې څو ځلې له بشارالاسد سره د احتمالي اړیکو بیا پیل ته اشاره کړې وه. د هغه حکومت د سوريې د خلکو لپاره پر لارو چارو هم کار کوي چې په خپله خوښه خپل وطن ته ستانه شي.

AA/NZ/se/jes

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: