1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

ترکيې پر شمالي سوريه هوايي بريدونه وکړل

۱۴۰۱ آبان ۲۹, یکشنبه

د ترکيې هوايي ځواک په سوريه کي يو شمېر هدفونه په نخښه کړل. اټکل کيږي چي دغه عمليات په استانبول کي د بمي بريد په غبرګون کي تر سره کيږي.

https://p.dw.com/p/4JnXX
Türkei Turkish Air Force Kampfjet
آرشيف انځور: د ترکيې جنگي الوتکو د سوريې په شمال کي بمبارۍ وکړېانځور: Eren Bozkurt/AA/picture alliance

ترکيه د کوردانو کارګر ګوند پي کې کې او په سوريه کي د کوردانو مليشه وای پي جي په دې تورنوي چي په استانبول کي د تر سره شوي بمي بريد مسؤليت په غاړه لري. د ترکيې د دفاعي چارو وزير هولوسي اکر پر ټويټر پاڼه ليکلي: «د غچ اخيستنې ساعت رارسېدلی دی.» د ياد وزارت په يو بل ټويټري پيغام کي په نظامي ژبه ويل شوي: «د ترهګرۍ ځالي به د دقيقو بريدونو په ترڅ کي د مځکي سره برابر هواري کړل شي.»

سوریه: د اسراییلو په هوايي حمله کي څلور عسکر وژل سوي

تېره يکشنبه (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۱۳ نېټه) د ترکيې په استانبول کي يو بمي بريد ۶ انسانان وژلي او ۳۱ نور يې ژوبل کړي ول. ترکيه د دغه بريد عامل د کوردانو يادې دوې ډلي بولي. ترکيه هم پي کې کې او هم د کوردانو مليشه وای پي جي ترهګرې ډلې بولي او پر ضد يې مبارزه کوي. په ترکيه کي د پي کې کې ډله له زيات وخت راهيسي ممنوع ده. دا په داسي حال کي ده چي يادو دواړو ډلو د استانبول په چاودنه کي لاس لرل رد کړي دي.

سوريه له «ترکي تېري» څخه خبره کوي

کارپوهانو اټکل کړی ؤ چي انقره به د استانبول چاودنه د دې دليل وګرځوي چې په شمالي سوريه کي نوي پوځي عمليات پېل کړي. د وای پي جي مليشه د سوريې د دموکراتيکو قوتونو (SDF) په نوم سياسي ډلي يوه برخه ده چي په دغه سيمه کي فعاليت لري.

د سوریې په شمال ختيځ کې د امريکايي پوځ کم ساري عمليات

د سوريې او کوردانو د منابعو په وينا د ترکيې په بريدونو کي د کوبانې يا عين العرب په شمول د سوريې يو شمېر شمالي سيمي په نخښه شوي دي. د اس ډي اېف ډلې وياند راپور ورکړی دی چي په حلب او الحسکه کي ګڼ مېشتې سيمي هم بمبار شوي دي. خو د سوريې په تلويزيون کي راپور ورکول شو چي ترکيې د اس ډي اېف پر مورچلونو بريدونه کړي دي. د سوريې دولتي خبري آژانس سنا له «ترکي تېري» څخه خبره کړېده. د سي ان ان ترکي څانګي هم له دغو بريدونو څخه راپور ورکړی دی.

لندن مېشته د سوريې د بشري حقونو د څار ډلې ويلي دي چي په سوريه کي د ترکيې په بمباريو کي لږ تر لږه ۱۲ انسانان وژل شوي دي. د دغې ډلې په وينا په وژل شوو کي د اس ډي اېف غړي او د سوريې عسکر هم شامل دي.

آ./ا.ا./ن.ص.