1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترودو وايي پر ټيک ټاک بنديز د ده ماشومانو ته هم ګټه رسولې

۱۴۰۲ فروردین ۵, شنبه

کاناډا لومړي وزير جستين ترودو ويلي چې د چينايي ټيک ټاک ټولنيزې رسنۍ پر بنديز خوشحاله دی. دا ځکه چې ماشومان يې نور دغه پلېټ فارم ته لاسرسی نه لري.

https://p.dw.com/p/4PEjl
تودو له جو بايدن سره
ترودو له جو بايدن سرهانځور: Kenny Holston/Pool via REUTERS

د امريکا متحده آيالاتو له ولسمشر جو بايدن سره يو ځای د اوټاوا په يوه خبري کنفرانس کې ترودو وويل: »زموږ اندېښنې د ټيک ټاک په اړه د امنيت او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې دي چې د چين حکومت يې ښايي په حکومتي تليفونونو کې ولري. دا يوازې يوه شخصي جانبي ګټه ده چې زما ماشومان اوس نور ټيک ټاک نه شي کارولی.«امریکا او کاناډا په دولتي مبايلونو کې د ټیک ټاک کارول منع کړل

يو پنځوس کلن جستن ترودو درې ماشومان لري چې دوه يې ورڅخه ځوانان دي. د هغه حکومت دغه بنديز تېره مياشت اعلان کړ او ويې ويل چې دغه پلېټ فارم د شخصي معلوماتو او خونديتوب په برخه کې »د نه منلو وړ« خطر لري.کاناډا له افغانانو سره د مرستې لپاره د ترهګری ضد قانون اصلاح کوي

ترودو دا هم وويل چې »زه په ښکاره د دوی مصونيت او امنيت ته اندېښمن يم، ځکه نو خوښ يم چې د حکومت له خوا تر بنديز وروسته دوی اوس ټيک ټاک ته لاسرسی نه لري.« ترودو البته زياته کړه چې دا د »هغوی له پاره يو لوی نا هيليتوب و.«