1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران ۵۶۰ تنه افغان بندیان طالبانو ته وسپارل

۱۴۰۱ اسفند ۱۵, دوشنبه

د هرات ولايت سیمه ييز طالب چارواکي وايي چې تر راتلونکي څو ورځو پورې به څه باندي ۱۹۰۰ تنه افغان بندیان چې د ایران په زندانونو کې ورځي شپي سبا کوي، افغان لوري ته وسپارل شي.

https://p.dw.com/p/4OJki
آرشیف: د ایران افغانستان ترمینځ سرحدي سیمه
آرشیف: د ایران افغانستان ترمینځ سرحدي سیمهانځور: Abedin Taherkenareh/dpa/picture alliance

دا کسان له هغه وروسته طالبانو ته سپارل کیږې چې څو ورځي مخکې د طالبانو لوې څارنوال شمس الدین شریعتی ایران ته په دې موخه تللی وو چې هلته د افغان بندیانو د وضعیت ارزوني او افغانستان ته یې د انتقال په اړه له چارواکو سره وغږيږي.

د هرات ولایت مقام مطبوعاتي مسؤل مولوي نثار احمد الیاس له دویچه ویله سره د خبرو پر مهال وویل: «د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د هوکړې له مخې به تر راتلونکو څو ورځو پورې ۱۹۰۰ افغان بندیان اسلامي امارت ته وسپارل شې چې نن دوشنبه له دې جملې ۵۶۰ تنه افغان بندیان د اسلام کلا په سرحد کي د اسلامي امارت پلاوې ته وسپارل شول.»

اړونده موضوع: د ایران په زندانونو کې څومره افغانان بندیان دي؟

ویل کیږې د سپارل شوو افغان بندیانو دوسېې به په کور دننه د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې یو ځل بیا وڅیړل شي او یو شمیر کسان به د خپل بند پاتې موده په افغانستان کي تیره کړي.

له ایران څخه د افغان بندیانو د لیږد پروسه وروسته له هغه پیلیږي چې تیره یکشنبه د فبروروۍ پر ۲۶ د ایران حکومت په تهران کي د افغانستان سفارت په رسمي ډول طالبانو ته وسپاری.

که څه هم د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو کره شمېره نه ده معلومه، خو ویل کېږي چې زرګونه افغانان د دې هیواد په زندانونه کي ورځي شپي سبا کوي.

څو ورځي مخکې د ایران د عدلیې وزارت مرستیال عسکر جلالیان ویلي وه چې د ایران په زندانونو کې د ۷ زره بهرنیو بندیانو له جملې څخه ۶۶۰۰ تنه یې افغانان دي چې په بېلابېلو تورونو په بند محکوم شوي دي.

خالد هغه ځوان دی چې ۴ کاله مخکې يي پلار د نیمروز ولایت پر سرحد د ایران په خاوره کي د نشه يي توکیو د قاچاق په تور نیول شوې وو. دی وايي پلار یې په ایران کې د شلو کلونو بند په سزا محکو شوی وو خو نن د ایران له زندانه هرات ته را انتقال شوی. دا یې د کورنۍ لپاره ډیره ستره خوښي ده.»

نوموړي وويل: «زما پلار چې کله ونیول شو نو موږ یې ډیر وخت احوال نه درلود. په محبس کي ورته ټلفون نه کيده. خو نن هرات ته راغلی او غوښتنه مو داده چې آزاد شې او که د بند یوه لږ اندازه هم تیروي نو هغه دې په نیمروز محبس کي تیره کړې چې موږ وخت نا وخت وکولای شو ليدو ته یې ورشو.»

رسنۍ: د ایران مذهبي رهبر په لسهاوو زره بندیان بخښلي

افغانستان له يو شمير هېوادونو سره د بنديانو د تبادلې موافقتنامې لري چې په دې هېوادونو کې پر ايران سربیره پاکستان او روسيه هم شامله ده.

د حقوقي چارو کارپوه نصیر احمد اندیال وايي، د بندیانو د تبادلې په برخه کې له ایران سره تړون په ۱۳۸۶ هجري لمریز کال کې لاسلیک شوې وو.

نوموړی غوښتنه کوي چې ټول افغان بندیان دې د ګاونډیو له زندانونو را انتقال شي. هغه زياتوي: «هغه افغانان چې جرمونه یې حق الله دي یا یې جرمونه واړه وي، د طالبانو لخوا دې وبخښل شي ځکه د دواړو هیوادونو جزايي قانون توپیر لري او د طالبانو سره دا صلاحیت موجود دی چې ډیر شمیر دا بندیان خپلو کورنو ته ستانه کړې تر څو د خپلو کورنیو د نفقې پیدا کولو جوګه شي.«

باید وویل شې چې د افغانستان مخکني حکومت هم له ایران سره د بندیانو د تبادلې تړون لاسلیک کړی وو، چې له مخې یې هغه وخت سلګونه افغان بندیان له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي وو خو اوس دا لړۍ تر نیږدې دوه کلن ځنډ وروسته یوځل بیا پیل شوې.

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل