1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: د ایران مذهبي رهبر په لسهاوو زره بندیان بخښلي

۱۴۰۱ بهمن ۱۶, یکشنبه

د ایران مذهبي رهبر، ایات الله علي خامنه اي د دولتي رسنیو په حواله په لسهاوو زره بندیان بخښلي دي.

https://p.dw.com/p/4N7jK
Iran Frauen Gefängnis
انځور: ISNA

لکه څنگه چي دولتي ټلویزیون نن یکشنبه خبر ورکړی دی، دغه قدم په ۱۹۷۹ م کال کي د ایران د اسلامي انقلاب په مناسبت پورته سوی دی. 
په دغه اعلان کي د حبس د مودې کمیدل او عمومي عفؤ شامله ده. دولتي خبري آژانس، ایرنا خبر ورکړی دی، چي د عفوې د دغه اعلان څخه د احتجاجونو د وروستۍ څپې بندي مظاهره کونکي هم مستفید کیږي. 
د ایرنا په حواله دغه عفؤ د عدلیې د وزیر، غلام حسین محسني ادجهي په پیشنهاد تر سره کیږي، کوم چي په دې اواخرو کي د مظاهره کونکو په مقابل کي سخته تگلاره غوره کړې وه.