1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړه له پاکستاني چارواکو سره د توماس ویست خبرې

۱۴۰۱ بهمن ۱۲, چهارشنبه

د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویست اسلام آباد ته د خپل سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره د تروریزم، سیمه ایز امنیت او افغان ښځو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4Mym7
Afghanistan Thomas West in Norwegen
انځور: Stian Lysberg Solum/NTB/AFP/Getty Images

توماس ویست په خپل تویتر کې لیکلي دي چې په دې دوه ورځني سفر کې یې د پاکستان پوځ له لوی درستیز عاصم منیر، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له یوه چارواکي اسد خان سره خبرې کړي دي.

توماس ویست لیکلي دي چې په دې لیدنه کتنه کې د ترهګرۍ، امنیتي وضعیت او نړیوال اتحاد ته اړتیا او د طالبانو د فرمانونو د خطرناکو پایلو او حیاتي مرستو او زده کړو ته د میلیونونو انسانانو د لاسرسي پر موضوع بحث کړی دی.

توماس ویست، کرزی او ملا یعقوب پر څه غږیدلي؟

د متحده ایالاتو دغه چارواکي د پيښور په یوه جومات کې ځانمرګی برید چې په ترڅ کې یي ۱۰۰ کسان ووژل شول وغنده او وې ویل چې په دې برید کې بې ګناه خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ویست دغه برید وحشتناک او ترهګریز وباله او زیاته یې کړه چې: «د دې برید په غندلو کې له پاکستان سره موږ ملګرتیا کوو».

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو او ټولو هغو سازمانونو چې بشر دوستانه چارې پرمخ وړي د فعالیتونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او وې ویل چې په دې اړه باید ډاډ ترلاسه کړای شي.

یوناما: د طالبانو وروستی حکم پر ناسم لوري یو بل ګام دی

توماس ویست ویلي دي چې په دې سفر کې یي له افغان ښځو سره هم لیدلي دي: «هغه کورنۍ چې د سرپرستۍ مسئولیت یې د ښځو پر غاړه دی په شدت سره اغیزمنې دي او نړیواله ټولنه باید د هغوی اړتیاو ته لومړيتوب ورکړي.»

هغه زیاته کړه: «هغه ښځې او نجونې چې تر کورونو پورې محدودې شوې دي او د زده کړې او ګرځیدو آزادي نه لري، له شدید رواني شترس څخه رنځ وړي.»

د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازې زیاته کړې ده چې په دې سفر کې یې له افغان مهاجرو او میلیونونو اړمنو کسانو سره، د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو د عالي کمیسارۍ او نړیوال بانک د پام وړ ملاتړ تر ارزونې لاندې نیولی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز