1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

توماس ویست، کرزی او ملا یعقوب پر څه غږیدلي؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آذر ۱۷, پنجشنبه

د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست ویلي دي چې په متحده عربي اماراتو کې یې د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملایعقوب، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ځينو نورو افغان سیاسیونو سره د افغانستان پر مسلې خبرې کړي.

https://p.dw.com/p/4KfXF
Afghanistan Thomas West in Norwegen
انځور: Stian Lysberg Solum/NTB/AFP/Getty Images

د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر سره د لیدنې خبر ورکړی. توماس ویست په یوه ټویټ کې لیکلي دي چې په اوبوظبۍ کې د سفر پر مهال یې د ملایعقوب په مشرۍ د طالبانو پلاوي سره یې په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې کړي دي.

ویست زیاته کړې ده چې په دغه لیدنه کې یې د ګډو ګټو، د یوه باثباته، سوکاله او سوله ايز افغانستان په تړاو خبرې اترې کړې دي.

د توماس ویست د ټویټ په یوه برخه کې راغلي دي: «له طالبانو مې وغوښتل چې د ښځو حقونو او د نجونو زده کړو او کار ته درناوی وکړي، تر څو هغوی د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي.»

هغه په همدې حال کې وایي چې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز ثبات، د طالبانو داخلي او نړیوال مشروعیت، د افغانستان په ښځو او نجونو پورې تړاو لري.

د امریکا ځانګړي استازي ویلې دي چې په دې لیدنه کې د افغانستان امنیتي حالت، د داعش پر وړاندې د طالبانو دوامداره هڅو، د کار او سوداګرۍ له پاره د شرایطو برابرولو او په افغانستان کې د بشري ناورین پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د جدي غبرګون په تړاو هم خبرې شوې دي. 

د طالبانو دفاع وزارت هم  تېره ورځ په خپله ټویټرپاڼه، د دغه وزارت د سرپرست ملا یعقوب او د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست ترمنځ د لیدنې خبر خپور کړی و او لیکلي یې وو چې «دواړو لوریو د افغانستان پر مسلې خبرې وکړې».

دفاع وزارت د ټویټ په یوه برخه کې لیکلي دي چې ملایعقوب د امریکا ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړی چې«د افغانستان له خاورې څخه د سیمې او نړې هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته او نه به وي.»

په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت په اړه په داسې حال کې بحث کیږي چې طالبانو د دویم ځل واکمنیدو راهیسې په لومړي ځل تېره ورځ په فراه ولایت کې پر یوه کس د «قصاص حکم» عملي کړ. دغه کار د ملګرو ملتونو او یو شمېر هيوادونو له توند غبرګون سره مخامخ شوی دی.

Afghanistan Mullah Yaq
انځور: SalamPix/ABACA/picture alliance

د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست دغه راز په یوه بل ټویټ کې ویلې دي، چې په متحده عربي اماراتو کې یې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون له څو افغان سیاسي مشرانو سره کتلي دي: «خوښ یم چې ولسمشر کرزي وکولای شول بهر ته سفر وکړي.»

ویسټ د دغو لیدنو په اړه په خپلو ټویټونو کې لیکلي دي چې افغانان له طالبانو غواړي چې«د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او د هيواد د راتلونکي په اړه ملي خبرې اترې پیل کړي.»

د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست د تېرو څو ورځو راهیسې د سیمې سفر پیل کړی او وړمه ورځ یې په نوی ډهلي کې له هندي چارواکو او ډاکټر عبدالله سره هم لېدلې وو او د افغانستان د مسایلو په اړه یې خبرې اترې کړې وې.