1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او فلیپین د افغان پناه غوښتونکو پر موضوع هوکړه کړې

۱۴۰۳ مرداد ۳۰, سه‌شنبه

فليپين نن سه شنبه وويل چې له امریکا متحده ایالاتو سره ېې هوکړه کړې چې امریکا ته د تلونکو «محدود شمېر افغانانو» موقتي کوربتوب کوي. دا هغه افغانان دي چې د امریکا د مهاجرت ځانګړي پروګرام له لارې دغه هېواد ته د تګ په تمه دي.

https://p.dw.com/p/4jf3x
فليپين ويلي چې په دغه پروګرام کې ډېری هغه افغانان شامل دي چې د امریکا حکومت سره ېې کار کړی او یا د امریکا د مهاجرت ځانګړي پروګرام پر شرایطو برابر دي
آرشیف - فليپين د اګست په ۲۰ مه وویل چې امریکا ته د تلونکو محدود شمير افغان پناه غوښتونکو د موقتي کوربتوب پر موضوع له امريکا سره توافق ته رسيدلی انځور: Victor Mancilla/U.S. Marine Corps via AP/AP/picture alliance

د فلیپين د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ترسيتا دازا، نن سه شنبه د اګست ۲۰مه وويل چې د شوې هوکړې مطابق د دغو افغانانو ټول مصارف لکه خواړه، د هستوګنې ځای، امنیت، روغتیايياو ترانسپورتي خدمات به د امریکا متحده ایالاتو پر غاړه وي.

دازا، دا هم وويل چې «هر درخواست کوونکی باید په فليپين کې تر ۵۹ ورځو زیات اقامت جواز ونه لري.»

هغې زیاتې کړې: «د فليپين د قوانینو او مقرراتو مطابق ټول درخواست کوونکي به د فليپيني چارواکو له لوري د بشپړې امنیتي څېړنې په بهیر کې شامل او [دغه هېواد ته] تر داخلېدو مخکې ېې باید د ورودي ویزې ضمانت موجود وي.» 

دازا، وویل چې دغه هوکړه به اړتیا ولري چې تر اجرايي کېدو مخکې د ولسمشر، فردیناند مارکوس جونیور، له لوري تصويب شي.

وزارت نه دي ويلي چې فليپين به د څه شمېر افغانانو کوربتوب کوي، خو تر دې مخکې په پر له پسې رپوټونو کې راغلي چې امریکا متحده ایالاتو د آسیا په جنوب شرق کې پروت له خپل دغه متحد څخه د لږ تر لږه ۵۰ زره افغانانو د کوربتوب غوښتنه کړې ده.

فليپيني چارواکو ويلي دي چې په ابتدايي بهير کې یوازې ۶۰۰ افغانان شامل دي چې په ډله کې ېې اکثریت هغه کسان دي چې د امريکا متحده ایالاتو حکومت سره ېې کار کړی او یا د امریکا د مهاجرت ځانګړي پروګرام په شرایطو برابر دي، خو په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه د امریکايي قواوو تر وتلو وروسته نه دي اېستل شوي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، فليپيني چارواکو د امریکا دغې غوښتنې په تړاو ځينې امنيتي او قانوني اندېښنې مطرح کړې وې. په دغو اندېښنو کې دا هم شاملې وې چې کېدای شي افغان پناه غوښتونکي تر احتمالی تروريستي حملو لاندې راشي او که چېرته د هغوی درخواست نه منل کيږي نو څه به پېښيږي.

(dpa)mks/nz

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل