1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ریچارډ بینټ بیا د مطیع الله ویسا د خلاصون غوښتنه وکړه

۱۴۰۲ تیر ۲۸, چهارشنبه

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي دي چې د مطیع الله ویسا په نامه یو فعال چې د نجونو د ښوونځیو د خلاصون له پاره یې کار کاوه، له بنده ازاد کړي.

https://p.dw.com/p/4U80j
Afghanistan Richard Bennett
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکې ریچارډ بینیټ په یوه ټویټ کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه لیکلي دي چې «د قلم لاري د بنسټګر مطیع الله ویسا د بندي کیدو دوام خپلسري او غیر عادلانه دی.»

په دې وروستیو کې د قلم لارنسټ هم په یوه خپره سوې ویناپاڼه کې د مطیع الله ویسا د اوږدې مودې توقیف په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اړوند مطالب:«طالبانو د نجونو د زده کړو ملاتړی مطیع الله ویسا نیولی»

د دغې اعلامیې له مخې، چې د دې قضیې په اړه هیڅ وضاحت نسته. او دغه بنسټ ادعا کړې ده چې د دغه ښوونیز فعال لومړني حقونه په توقیف خونه کې تر پښو لاندې سوي دي. او ویل سوي دي چې په نږدې څلورو میاشتو کې هغه ته د قانوني دفاع حق او فرصت نه ورکول کېږي.

د دویچه ویله فیس بوک پاڼه درسره تعقیب کړئ

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په ټویټر کې لیکلي دي چې «هغه حق لري چې وکیل ته لاسرسی ولري او له خپلې کورنۍ سره وګوري. زه یوځل بیا د هغه د سمدستي او بیله  شرطه د خوشې کیدو غوښتنه کوم.»

طالبانو ویسا په افغانستان کې د مشکوکو فعالیتونو په تور نیولی دی. هغه د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې د نجونو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو له پاره کمپاین کاوه.

اړوندمطالب:طالبان وايي د ملګرو ملتونو راپور حقیقت نه لري

شاوخوا دوه کاله کېږي چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. د دغې ډلې سختو قوانینو په دغه هيواد کې د ښځو پر بېلابېلو برخو بندیزونه هم لګولي دي. د دغو فرمانونو انتقاد کوونکې یو په بل پسې زندانې کیږي.

(dpa)nm/pa