1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي د ملګرو ملتونو راپور حقیقت نه لري

۱۴۰۲ تیر ۲۷, سه‌شنبه

د یونما په تازه راپور کې راغلي دي چې د پخواني حکومت د کارکوونکو غیرقانوني قتلونه، فزیکي سزاګانې، اعدامونه او پر ښځو لګول شوي بندیزونه لا دوام لري. خو طالبان یاد راپور پروپاګند بولي.

https://p.dw.com/p/4U5ER
Afghanistan Explosion tötet Zivilisten in Kabuler Moschee: Taliban
انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ «یونما» د دو شنبې په ورځ په شپږ صفحو کې په افغانستان کې د روان کال په می او جون میاشتو کې د بشري حقونو وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی دی چې طالبان یې په اړه غبرګون ښودلی او یاد راپور يې له حقیقت څخه لري ګڼلی. په یاد راپور کې چې د طالبانو له خوا د لګول شویو بندیزونو او غیرقانوني سزاګانو یادونه شوې، طالبان ورته غبرګون ښودلی دی.

په دې اړه اړوند مطلب: طالبانو په لغمان کې یو کس قصاص کړی دی

د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد د ملګرو ملتونو د راپور تر خپرېدو وروسته په یوه ټویټ کې لیکلي چې دا راپور حقیقت نه لري. هغه ویلي دي: «د یونما راپور چې د ملګرو ملتونو له آدرس څخه خپرېږي او پکې ګیلې او شکایتونه وړاندې شوي، حقیقت نه لري. ورته راپورونه د هغو اشخاصو د خبرو له مخې تیارېږي چې له افغانستان څخه تښتېدلي او اوس د نظامي جبهو پر ځای، د پروپاګند جبهه یې د خپل هېواد پر وړاندې نیولې ده.»

د دغه راپور له مخې طالبانو په یادو دوو میاشتو کې، په پروان او کندهار ولایتونو کې ۷ تنه ښځې او نارینه، هریو ۳۹ درو وهلي دي. سربېره پر دې، د طالبانو عالي محکمه د جون میاشتې په ۲۰ مه نېټه د یوه ۳۵ کلن له پاره د قصاص حکم اعلان کړ. دا د طالبانو له خوا د اعدام دوهم حکم دی چې د دوی د محکمې له خوا پلی شوی دی. ویل کېږي چې یاد کسان د دریو ماشومانو او یوه نارينه په قتل په دوو بیلو پېښو کې محکوم شوي دي. په راپور کې ویل شوي دي چې «د اعدام حکم یوه کس چې ماسک اغوستی و، په ‌ډزو سره عملي کړی دی.»

یوناما ویلي دي چې د طالبانو له خوا د پخواني حکومت او د ملي مقاومت جبهې د غړيو او امنیتي ځواکونو غیرقانوني وژنې، خپل سري نیونې او توقیفونه ترسره کیږي. په دې اړه راغلي چې «د می مياشتي پر ۱۷ مه په تخار کې د پخواني حکومت د ملي اردو یو سرتیری د دوو تنو موټرسایکل سپرو له خوا چې ویل کیږي د طالبانو امنیتي غړي وو هغه مهال په ډزو وژل شوی چې یاد کس خپل کور ته روان و.»

اړوند مطلب: رپوټ: طالبان له ښځو سره سیستماتیک تبعیضي چلند کوي

په دغه راپور کې راغلي دي چې په سمنګان ولایت کې د مي میاشتي پر ۲۴ نیټه د طالبانو امنیتي سرتیري د پخواني حکومت د یوه دفاعي او امنیتي مسؤول د کور پلټلو پر مهال هغه په ډزو وژلی دی.طالبانو په دوو نورو پېښو کې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې درې کسان د داعش له خرسان څانګې سره د لاس لرو په تور نیولي ول، چې وروسته يې جسدونه پیدا شول.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي دي چې د افغانستان له زندانونو څخه يې لیدنه کړې او ۱۵ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي. د دغه راپور له مخې ښځې او نجونې هم د طالبانو په زندانونو کې زنداني دي چې د زندان موده یې بشپړه کړې، خو له نارینه محرم یا سرپرست څخه محروم دي ترڅو هغوی ته وسپارل شي.

همدارنګه د دغه راپور له مخې، په هرات ولایت کې د جون مياشتي پر ۱۸مه د طالبانو د امر بالمعروف اداره په دغه ولایت کې سینګارتونونو ته  ۱۳ ماده ايز فرمان صادر کړی دی. په دې راپور کې راغلي دي: «دا حکمونه ښځې اړباسي ترڅو مخکې له سینګار څخه اودس وکړي، د حجاب مراعاتول جدي ونیسي او لمونځ هم پر وخت وکړي. د یاد فرمان له مخې نارینه سینګارتون ته له ننوتلو منع شوي دي.»

«که طالبان هنري کارونو ته اجازه ورکړي هیواد ته ستنیږم»

خو طالبانو تېره میاشت د یوه حکم له مخې ښځینه سینګارتونو ته ویلي چې د سینګارتونونو ټول جوازونه ځنډوي او لغو کېږي او دوی د جولای مياشتي له ۲۵ وروسته د فعالیت حق نه لري.د ملګرو ملتونو سازمان په دې راپور کې یو ځل بیا ویلي دي چې طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې ډېر بندیزونه وضع کړي او دوی له نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو سره له کار کولو منع شوې دي.

زموږ فېسبوک پاڼه هم تعقیب کړی

په دې راپور کې راغلي دي: «د جون پر دریمه، د طالبانو د استخباراتو ریاست مسؤولین یوه قابله په داسې حال کې چې دندې ته روانه وه، توقیف کړې او د پنځو ساعتونو له پاره بندي شوې. ویل کېږي دوی نوموړې تهدیده کړې چې که دندې ته دوام ورکړي، وبه وژل شي. هغه دوې ورځې وروسته تر دې استعفا ورکړه.» وروسته تر دې چې په ملي، مرستندویه او نړیوالو موسساتو کې د ښځو پر کارکولو بندیز ولګول شو په عاجله توګه د ټولو موسساتو فعالیتونه ودرول شول.