1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په آلمان کې په زرونو ماسکونه غلا شوي

۱۳۹۸ اسفند ۲۷, سه‌شنبه

هغه شیان چې په عام ډول په ډیره کمه بیه پيدا کیږي، اوس یې بیه لوړه شوې او آن له غلا یې هم ډډه نه کیږي. په ټول آلمان کې په ځینو روغتونونو کې د حفاظتي تجهیزاتو د غلا کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3Zai8
Atemschutzmaske
انځور: picture-alliance/dpa/K.-J. Hildenbrand

غلو ۵۰۰۰۰ ماسکونه چې د کولن ښار روغتونونو ته توزیع کیدل غلا کړي دي. د پولیسو د رپوټ له مخې غلو د کولن ښار د روغتونونو له پاره د لوژیستکي مرکز څخه دغه ماسکونه غلا کړي دي. یوه کارکوونکې دې خبرې ته فکر شوی او پولیسو ته یې خبر ورکړی دی.

تر دغې غلا وروسته، د کولن ښار د کړکیچ د مدیریت ټیم د روغتونونو او بیړنیو خدماتو له پاره اړین حفاظتي تجهیزات کنترول او د خوندي کولو چارې پېل کړي دي.

د روغتون ویاندې د آلمان خبري آژانس ته ویلي: «دا د غلا نوی معیار دی. موږ د هغو شیانو په هکله خبرې کوو چې په عادي ډول یې ارزښت څو سینته دی، خو داسې بریښې چې اوس یې بازار شته.»

د روغتون د ویاندې په وینا د ماسکونو پر غلا کیدو سربیره دوی په روغتون کې د هغې د کمي اټکل نه کوي.

د سرطان د ناروغیو له واټ څخه غلا

پولیسو په آلمان کې د کرونا ویروس د خپریدو سره سم د غلا د یو شمیر پيښو رپوټونه ورکړي دي. د آلمان په نیدر زاکسن ایالت کې د مارچ میاشتې له لومړیو راهیسې پولیس د ۱۲۰۰ ماسکونو د غلا کیدو د قضیې په هکله تحقیقات کوي.

نورد راین ویستفالن ایالت چیرې چې د کولن ښار هم موقعیت لري روغتونونو د لاسونو له پاره د مکروب ضد مایع د سلګونو بوتلونو د غلا رپوټونه ورکړي دي چې اوس یې له کمښت سره مخامخ دي.

د «ار بي بي» رادیو تلویزون د رپوټ له مخې په برلین کې د یوه روغتون د ماشومانو د عاجل واټ څخه د مکروب ضد مواد، تنفسي دستګاوې، دستکشې او نور حفاظتي کالي غلا شوي دي. په دغه واټ کې زیاتره د سرطان ناروغۍ ځوانو ناروغانو پالنه کیږي.