1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فلسطینی سازمان د«نوبل د بدیلې جایزې» گټونکی سو

۱۴۰۳ مهر ۱۲, پنجشنبه

د سږکال د «نوبل د بدیلې جایزې» په گټونکو کي یو فلسطینی سازمان شامل دی. دغه سازمان د اردن سيند په لوېدیځه غاړه کې د خپل «پرته له زورزیاتي څخه د ثابت قدمه مقاومت» له امله د دغې جایزې گټونکی بلل سوی دی.

https://p.dw.com/p/4lNHg
Alternative Nobelpreisträger - Issa Amro
عیسی عمرو ، د نوبل د بدیلې جایزې گټونکیانځور: Right Livelihood/dpa/picture alliance

سږکال د درست معیشت جایزه (Right Livelihood Award) چې د «نوبل بدیله جایزه» نومیږي د فیلیپین، موزمبیق، د اردن سيند لوېدځه غاړه او انګلستان څخه فعالینو او سازمانونو ته ورکړل سوې ده. د هغې گټونکي څوک دي؟

عیسی عمرو او د«ښارگوټو جوړولو ضد ځوانانو» سازمان

عیسی عمرو د زندان او شکنجو پر زغملو سربیره، د اردن سيند په لوېدیځه غاړه کي د اسرائیل له خوا د الخلیل یا حبرون ښار د اشغال پر وړاندي پرته له زورزیاتي څخه مقاومت پرمخ بیولی دی.

د دغې جایزې د ورکولو بڼسټ ویلي دي چي عیسی عمرو او «د ښارگوټو جوړولو ضد ځوانانو» سازمان چي هغه جوړ کړی دی، له دې کبله د ستایني وړ گرځي چي د هغي راتلونکي له پاره مبارزه کوي چي پکښي به فلسطینیان  آزاد او عزتمند ژوند ولري.

د دغه بڼسټ په حواله، دغه ۴۴ کلن سړی پرته له زورزیاتي څخه مقاومت، سولې او عدالت ته د فلسطینیانو د رسیدو یوازینۍ لار بولي.

په سویډن کي میشت د درست معشیت بڼسټ ویلي دي چي عیسی عمرو څو ځله د اسرائیل او د فلسطینیانو د خودمختاره ادارې له خوا چي تر یو ځایه د اردن سيند لوېدیځه غاړه په خپل کنترول کي لري، نیول سوی او شکنجه سوی دی.

عمرو ویلي دي:«دا یوه معجزه ده چي لا ژوندی یم»

جوآن کارلینگ

جوآن کارلینگ، له څه د پاسه ۳۰ کلونو راهیسي په فلیپین او تر هغه دباندي بومي خلکو د حقونو له پاره مبارزه کوي. دغه فعاله چي په باگویو کي زېږېدلې ده، تر دې دمخه یې مختلف سازمانونه اداره کړي دي چي د بومي خلکو له پاره یې مبارزه کوله. په مرگ گواښونو، غیرقانوني نیونو او پرهغې باندي ترهگري تورونو ونه سوای کولای د نوموړي ۶۱ کلنې د فعالیتونو مخه ونیسي.

Alternative Nobelpreisträger - Joan Carling
جوآن کارلینگ په فلیپین کی د نوبل د بدیلې جایزې گټونکې انځور: Right Livelihood/dpa/picture alliance

دنوبل د بدیلي جایزې بڼسټ له هغې څخه د «نړیوالو چاپیریالي بدلونونو په وړاندي د ځايي خلکو د ږغ د پیاوړي کولو او د خلکو او کلتور د دفاع په برخه کي یې د هغې د نقش» ستاینه کړې ده. دغه بڼسټ ویلی دي چي کارلینگ، په فلیپین، آسیا او ټوله نړۍ کي د بومی خلکو د ږغونو په انعکاس کي پریکړنده نقش لوبوي.

انابيلا ليموس او د «چاپیرالي عدالت» سازمان

 انابيلا ليموس د (یوستیکا امبینتال) د «چاپیریالي عدالت» د سازمان مشره ده، چي په ۲۰۰۴م کال کي جوړ سوی دی. د موزمبیق د چاپیریال ساتني دغه فعاله په تیره بیا پر سیمه ایزو خلکو باندي د فوسیلي سوند د سترو شرکتونو د ساختماني پروژو او د دغو پروژو د منفي عواقبو پر وړاندي مبارزه کوي.

دنوبل  د بدیلې جایزې بڼسټ ویلي دي چي د ليموس او د هغې د سازمان ستاينه ځکه کوي چي «خلک دې ته هڅوي چي د خپلو د حقونو له پاره مقاومت وکړي، له سترو استثماري پروژو سره مخالفت او د چاپیریالي عدالت غوښتنه وکړي.»

Alternative Nobelpreisträger - Anabela Lemos
 انابيلا ليموس د نوبل د بدیلې جایزې گټونکېانځور: Right Livelihood/dpa/picture alliance

دغه بڼسټ ویلي دي چی د چاپیریال ساتني د دغې فعالې فعالیتونه، د نورو ترڅنگ د داسي راتلونکي له پاره لار هواروي چي پکښي بشري او چاپیریالي حقونه ټول مراعات سي.

د عدلي طب د مهندسۍ پروژه

د «عدلي طب د مهندسۍ» تحقیقاتي پروژه چي د بریتانیايي - اسرائیلي مهندس وایال وایزمن، له خوا جوړه سوې، د بشري حقونو په فعالیتونو کې د ټیکنالوژۍ د کارولو له پاره د لارو چارو په رامنځته کولو کې مخکښه پروژه ده. دغه پروژه د موجوده معلوماتو او دیجیتالي ورته والي څخه په استفادې سره، له بیلابیلو زاویو څخه له بشري او چاپیریالي حقونو څخه د سرغړونې پیښې مستند کوي.

دغه کار تر ټولو دمخه له دغو سړغوونو څخه د زیانمن سوو او قربانیانو په گټه دی چي کولای سي له دغو پلټنو څخه په محکمو کي استفاده وکړي.

د نوبل  د بدیلې جایزې بڼسټ ویلي دي چي په هر هغه وخت کي چي حقیقتونه او واقعیتونه د نورو ترڅنگ د حکومتونو له خوا په سیستماتیک ډول تر پوښتنې لاندي راځي، نو د دې پروژې کار ډیر مهم دی.

(dpa) GP/NZ