1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملالې يوسفزۍ له ښځو سره د طالبانو چلند «آپارتايد» وباله

۱۴۰۲ آذر ۱۵, چهارشنبه

د نوبل د سولي جايزې گټونکي ملالې يوسفزۍ، د نلسون مانديلا د بڼسټ په يوې وينا کي، په افغانستان کي له ښځو سره د طالبانو چلند په جنوبي افريقا کي له آپارتايد سره پرتله کړ.

https://p.dw.com/p/4ZpxD
Aktivistin Malala Yousafzai
انځور: MICHAEL TRAN/AFP

ملاله يوسفزۍ په ۱۵ کلنۍ کي په خپل ټاټوبي پاکستان کي د پاکستاني طالبانو تر بريد راغله او په سر کي ټپي سوه. دغه پيښه پس له هغه رامنځته سوه، کله چي دغي ځوانې نجلۍ د طالبانو د اقداماتو، په تيره بيا له زده کړو څخه د نجونو د محرومولو په وړاندي مبازره کوله.

ملاله چي اوس ۲۶ کلنه ده، په ۲۰۱۴م کال کي د نوبل د سولې جايزې له ترلاسه کولو وروسته، د سرکوبه کولو په وړاندي د ښځو د مقاومت په يوه سمبول اوښتې ده.

ملالې د جنوبي افريقا په جوهانسبورگ کي د نلسون مانديلا د بڼسټ د ۲۱ کلني دورې په جلسه کي چي هرکال دايريږي وويل: «که تاسو په افغانستان کي يوه نجلۍ اوسي، نو طالبانو ستاسو راتلونکي ټاکلې ده. تاسي نه سی کولای، ليسو او يا هم پوهنتون ته ولاړي سئ. د ځان له پاره يوه پرانيستې کتابخانه نه سی پيدا کولای. تاسي خپلي ميندي او مشرانې خويندي، محدودي او بندياني وينئ.»

افغانستان کې د تعلیمي کال پای او د ښځینه زده کونکو اندیښنې

د هغې په خبره د طالبانو دغه ډول چلند ته بايد د «جنسيتي آپارتايد» په سترگه وکتل سي. هغې ويلي چي د دغه ډول کړنو په نتيجه کي طالبانو «په عمل کي نجلۍ توب غيرقانوني کړی دی.»

آغلې يوسفزۍ زياته کړې چي نړيوال لوبغاړي بايد له طالبانو سره خپلي اړيکي عادي نه کړي، هغه طالبان چي په ۲۰۲۱م کال کي د نړيوالو ځواکونو تر وتلو او د پخواني حکومت تر ړنگيدو وروسته بيرته قدرت ته ورسيدل.

طالبانو په دې اړه د رويترز خبري آژانس پوښتونو ته خپل نظر نه دی څرگند کړی، خو په تيرو وختونو کي يې ورته تورونه رد کړي او ويلي يې دي چي د شريعت احکام تطبيقوي.

طالبانو واک ته تر رسيدو وروسته، ښځي په مرستندويه سازمانونو کي له کاره منع کړي او د ښځو سينگارتونونه يې تړلي دي. دغه ډله همدارنگه تفريحي پارکونو ته د ښځو د ورتگ او پرته له محرم څخه د هغوی د سفر مخنيوي کوي.

ولې طالبان د ښځو کار او فعالیت نه غواړي؟

سربيره پردې، طالبان ادعا لري چي د «اسلامي قوانينو او افغانستان د عنعنو» له مخي د ښځو حقونو ته درناوی کوي. هغوی له ډېره وخته وايي چي د دغي ډلې چارواکي، نجونو ته د مکتبونو د پرانيستلو پر طرحو کار کوي، خو د ۱۸ مياشتو په تيريدو سره لا هم دغه طرحه جوړه سوې نه ده او د هغې له پاره يې زماني چوکاټ هم نه دی اعلان کړي.

ملالې له دغي وينا وروسته په يوې مرکه کي په دې هکله اندېښنه څرگنده کړه چي طالبان به حتي هلکان هم له انتقادي علم او تفکر څخه محروم کړي.

ملالې ويلي: «دا د نړيوالي ټولني له پاره مهمه ده چي نه يوازي زده کړوته د نجونو د لاس رسي په برخه کي گامونه پورته کړي، بلکه ډاډ يې ترلاسه کړی دی چي دغه ډول زده کړي باکيفيته دي اونه تلقين [ايدئولوژيک].»

د ښځو او کوچنيانو د حقونو دغي فعالي ټينگار وکړ چي په افغانستان کي له مکتبونو څخه محرومي نجوني له ژور خپگان څخه ځوريږي.

GP/NZ/AG