1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تيرو ۲۵ کلونو کې مصرته د جرمني د يوه ولسمشر لومړی سفر

۱۴۰۳ شهریور ۲۲, پنجشنبه

له تیرو ۲۵ کلونو راهیسي په لومړي ځل یو آلمانی ولسمشر مصر ته سفر کوي. فرانک والتر شټاین مایر، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره ليدلي دي. ددغه سفر تر ټولو مهمه موضوع په منځني ختیځ کي جگړه ده.

https://p.dw.com/p/4kXBA
د آلمان او مصر ولسمشران
د آلمان ولسمشر فرانک والټر شټاين ماير د فتح السيسي سرهانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شټاین ‌مایر، د درې ورځني سفر له پاره قاهرې ته تللی دی. نوموړي د خپل سفر په دوهمه ورځ (۲۰۲۴ کال د سپتمبر ۱۱) د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي، سره ولیدل او په غزه کي یې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ جگړه کي د مصر د منځگړیتوب ستاینه وکړه.

شټاین مایر له قاهرې څخه تر لیدلو وروسته له عبدالفتاح السیسي، سره په یوه گډه وینا کي د اسرائیل او حماس ترهگري ډلې ترمنځ یوه اوربند ته د لاس رسي او سیمه ایز اور ته د دغې جگړې د اوښتو د مخنیوي غوښتونکی سو.

د جرمني ولسمشر څرگنده کړه چي: «هر لوبغاړی چي د جگړې پر دواړو خواوو نفوذ لري، باید له دغه نفوذ څخه استفاده وکړي چی مصر په دې برخه کي ځانگړی نقش لري، داسي یو نقش چي موږ یې په آلمان کي ستایو.»

د مصر ولسمشر هم له اروپا څخه وغوښتل چي په دغه نښتو کي له خپل »ډیر وزن« څخه استفاده وکړي او پر متحدینو فشار راوړي ترڅو اوربند ومني.

د مصر ولسمشر د قطر ترڅنگ، د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند د رامنځته کولو او یرغمل سوو کسانو د آزادیدو له پاره د منځگړي په توگه مهم او پریکړه نقش لوبولی دی. خو دغه خبري اترې له اونیو راهیسي په ټپه دریدلي دي.

آلمان په عنعنوي ډول په مصر کي شهرت او ځانگړی ښه نوم لري، خو دغه حقیقت چي د آلمان حکومت په ښکاره ډول داسرائیل څنگ ته ولاړ دی، په سیمه کي له آلمان سره د خواخوږي او باور د کمیدو په بیه تمام سوی دی.

د دواړو هیوادو د اړیکو پیاوړي کیدل

د جرمني د جمهوري ریاست دفتر اعلان کړی دی چي شټاین مایر، په دغه درې ورځني سفر کي غواړي «د مصر او آلمان تر منځ نژدې، تاریخي، پراخې، متنوع او مخ پر ودې اړیکې پیاوړي کړي.» دغه دواړه هیوادونه له کلونو راهیسي د زده کړو، پوهې او اقتصاد په برخه کي یو له بل سره همکاري لري.

آلمان په اروپا کي د مصر تر ټولو مهم تجارتي او په ټوله نړۍ کي د دغه هیواد څلورم تجارتي شریک بلل کیږي. په مصر کي څه د پاسه ۲۵۰ آلماني شرکتونه حضور لري. د ډیریو آلمانانو له پاره هم مصر یو مهم سیاحتي مرکز دی او د مصر ډېر بهرني سیلانیان، آلمانان دي.

مصر د بشري حقونو د وضعیت له پلوه سخت تر انتقاد لاندی دی. د بخښني نړیوال سازمان په خبره، په مصر کي له بشري حقونو څخه سخته سرغړونه کیږي او منتقدین او مدني ټولنې سرکوبه کیږي. د بیان او عقیدې آزادي او غونډې په شدت سره محدودي دي، همدارنگه په دغه هیواد کي شکنجې، غیر عادلانه محکمې او مجازات موجود دي.

شټاین مایر قاهرې ته د رسیدو په لومړۍ شپه، د سه شنبه په ماښام په مصر کي د مدني ټولنو له استازو او آلماني سیاسي بڼسټونو سره لیدنه کتنه لرله.

GP/NZ/DW:Online Farsi