1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د نفرت او اختلاف پرضد د خلکو دريدل او يو موټی کیدل اړین دي»

۱۳۹۹ اسفند ۲, شنبه

د آلمان په هاناو ښار کې پر خلکو د وسلوالې حملې يو کال تېر شو. د دغې خونړۍ حملې په ياد، د فبرورۍ په ۱۹ مه نيټه يوه غونډه ترسره شوه چې په کې د آلمان د ولسمشر په ګډون، نورو مهمو حکومتي شخصيتونو ګډون درولود.

https://p.dw.com/p/3pdZG
Deutschland | Hanau | Bundespräsident Frank-Walter Steinmeier
انځور: Boris Roessler/dpa/picture alliance

تيرکال د آلمان د اقتصادي مرکز، فرانکفورت ته نژدې په هاناو ښار کې يو عوامپاله آلماني پر دوو کافيانو باندې باندې ډزې وکړې چې لږ تر لږه ۹ تنه بهرنيان يې په کې ووژل. قاتل خپله مور هم ووژله او بیا يې ځان هم وويشت.

په دغې پيښه کې د وژل شوو کسانو کورنۍ تر يو کال وروسته هم په دغه هيواد کې د نفرت او نسل پرستۍ د پای په انتظار کې دي. د غونډې پر مهال، د هاناو ښاروال، کلاوس کامينسکي، د غونډې ګډونوالو ته د ټولو وژل شوو کسانو نومونه واخستل.

د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شتاين ماير، په خپلو خبرو کې وويل چې د آلمان خلک د نفرت او توکم پالنۍ څخه را ولاړو سوو ښکاره ټولنيزو نابرابري وغندي او پر وړاندې يې بايد يو موټي او مخته ولاړ شي. د هاناو ښار په پيښه کې وژل شوي کسان ترکان او د لويديځې افريقا مهاجر ول.

شتاين ماير زياته کړه چې خلک بايد په دې برخه کې د حکومت تر څنګ ودريږي او ټولې دغه ډول کړنو ته »نه« ووايي. د آلمان ولسمشر دا هم وويل چې پر دې باندې افسوس کوي چې حکومت د عامو خلکو د حفاظت، سلامتيا او آزادۍ د تامين په برخه کې پاتې راغلی دی. هغه زياته کړه چې د کرکې پر اساس ولاړ ناوړه فعالیتونو، د ټولنې تقسیم ممکن کړی دی.

Deutschland Hanau | Gedenken an die Opfer des Attentat in Hanau
د هانوا ښار د پيښې قربانيانو يادښت انځور: Michael Probst/AP/picture alliance

د آلمان ولسمشر د قربانيانو کورنيو، حکومتي چارواکو، سیاستوالو او خپلو شريکانو ته خطاب کې وويل چې نه يوازې دا چې پر ناوړه کړنو بايد سترګې پټې نشي، بلکې له هغو څخه نظارت کول ډير اړين دي. هغه وويل د ناوړه کړنو قوت په ټولنه کې د نفرتونه او بيلتون رامنځ ته کوي چې پر وړاندې يې يو موټي کيدو او دريدلو ته اړتیا ده.

د هاناو پيښې د قربانيانو د يادښت په دغې غونډه کې د پارلمان ترکي الاصله غړی، عائدان اوساس هم د ښي اړخي افراطي ډلې پر ناوړه کړنو باندې خبرې وکړې. د آلمان د هسن ايالت لومړی وزير هم، فولکر بوفيئر هم په دغې غونډه کې ګډون درلود. په دغې غونډه کې په ځانګړې توګه پر دې ټينګار وشو چې په آلمان کې د ښي اړخو افراطيانو پر کړنو باندې نظارت او کنترول د وخت يوه مهمه اړتيا ده.

د آلمان د پروتيستانت کلیسا مشر، پادري هائنرش بيډفورډ شټروهم، د هاناو پيښې په تړاو په يوه ويډيويي پيغام کې وويل چې د دې له پاره چې په راتلونکې د دا ډول خوفناکه پيښو مخنيوي شوی، اړينه ده چې خلک باخبره او ويښ واوسي. د هاناو د پيښې تر ټولو ناوړه اغيز دا دای چې د وژل شوو افرادو د کورنيو غړي لا هم د رواني اړخه په بد وضعيت کې قرار لري.

 دویچه وله اردو/م.ک.ص./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (24.02.2020 ):