1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: فرانسه ۲۳۱ سخت دریزه کسان اخراجوی

۱۳۹۹ مهر ۲۸, دوشنبه

فرانسه غواړي تر۲۰۰ زیات هغه کسان چې د سخت دريځه فعالعیتونو شک پرې کيږې اخراج کړي. د یوه مهاجر له خوا د یو ښوونکي وژل په ټولنه کې د قار او کرکې څپه خپره کړې ده.

https://p.dw.com/p/3k8FB
Frankreich Paris | Trauer um getöteten Lehrer Samuel Paty
انځور: Michel Euler/AP/picture-alliance

په فرانسه کې پر يوه ښوونکي له مرګوني برید څخه وروسته، د دغه هيواد دولت د هغه ۲۳۱ کسانو پر اخراجولو غور کوي چې اسلامي سخت دريځۍ ته تمايل لري. د يوه متعصب مهاجر ځوان په لاس په ډير دردونکي ډول د يوه ښوونکي قتل په فرانسې او ټوله نړۍ کي د قار او غسې څپه خپره کړې ده. محافظه کاره او ښی اړخه ډلې د مکرون له دولت څخه د سخت دريځه اسلام پالو پر وړاندي د پريکړنده چلند غوښتنه کوي.

د خبري رسنيو په حواله د فرانسې د داخله چارو وزير ژرالد دارمنن له سيمه ايزو چارواکو څخه غوښتنه کړي چې د سخته دريځه اسلام پالو د اخراجولو دوسيې جوړې او ور باندې کار پیل کړي.

د جمعي په ماښام (اکتوبر۱۶) د پاريس په یوه سیمه کونفلاسنت اونورین کې يو اتلس کلن ځوان د نام ساموئلپتې په نامه ښوونکې پر سړک باندې په چړې سره وواژه.

دغه وژل شوي ښوونکي د اتباعو د حقوقو په تدریس کي د اسلام د پيغمبر په کاریکاتور ښکاره کولو سره د عقيدې او د بيان له آزادۍ څخه دفاع کړې وه. تر دغه وژنې وروسته په زرونو فرانسویانو د بیان د آزادۍ په پلوۍ لاريونونه وکړل.

د يکشنبې له غرمې وروسته د (اکتوبر ۱۸) ګوندونو، ټولنو او د آزادو خلکو ډلې په پاریس او نورو ښارونو کي خلکو ته د مظاهرو کولو بلنه ورکړه. د پاریس (رپوبليک) ميدان کې په زرونو کسان راټول شوې ول، په دي شعار سره چې (زه هم ښوونکې يم) د بنسټ پالنې پر ضد يې شعارونه ورکول. ځيني مظاهره کوونکو په لاسونو کي پر تختو د شارلي ابدو طنز مجلې چلوونکي کاريکاتورونه ليږدول.

اړونده موضوع: ماکرون: «دغه حمله يوه اسلامپاله تروريستي پېښه وه»

د فرانسې په نورو ښارونو کي لکه لیون او نیس کي هم په زرونو کسانو پر ښوونکې د مرګونې برید د محکمولو له پاره مظاهرې وکړې. په فرانسه کي د چهارشنبې ورځ (اکتوبر ۲۱) د قرباني شوي د مراسمو له پاره اعلان شوې.

د سخت دريځه اسلام پالو تعقیب

د ۴۷ کلن ښوونکي د وژلو له کبله د يکشنبې په سهار ۱۱ کسان نیول شوی چې له هغوی څخه د شکمن کس پلار او مور، نیکه،خور او ورور يې هم دي. د فرانسې د څارنوالۍ په خبره د يو زده کوونکې پلار هم نیول شوی دی. ويل کيږې چې هغه له وژل شوي ښوونکي سره پر درسي محتوا شخړه کړې وه. دغه پلار په انترنت کي لیکلي چې ښوونکي په ټولګې کې په تدريس کې زده کوونکو ته د پيغمبر لوڅ بدن کاريکاتورونه ښودلې. د څارنوال په خبره د ياد شوي کس خور د ترهګري ډلې (داعش) اسلامي دولت سره د يوځای کيدلو په موخه سوريې ته تللې ده.

د فرانسوي ښوونکي ترور،عمومي غصه او نورې نيونې

د نیول شويو کسانو په منځ کې يو بل سخت دريځه اسلام پال هم وو چې ویل کيږې له ښوونځي څخه د ښوونکي د ايستلو غوښتونکی وو. هغه ځوان چې دغه ښوونکی يې وژلی د افراطې عقايدو له مخې نه بلکې له پليسو سره له قانون څخه د سرغړونکي په توګه مخکي پيژندل شوی وو، خو محکوم شوی لا نه وو.

دغه چيچنيايی په مسکو کي زيږديدلی او له ۱۲ کلونو راهيسې په فرانسه کي اوسيږي. هغه د ښوونکي تر وژلو وروسته د ښوونکي د غوڅ کړي سر عکس پر ټويټر خپور کړ او د فرانسي جمهور رئیس ريې د (نړۍ د کافرانو رهبر) معرفي کړ. امانويل مکرون دغه وژنه يو ښکاره (اسلامي ترهګري) وګڼله او له پلیسو او څارنوالۍ څخه يې وغوښتل چې د سخت دريځه اسلام پالو پر ضد پريکړنده چلند وکړي.

زموږ له آرشيف څخه: