1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماکرون: «دغه حمله يوه اسلامپاله تروريستي پېښه وه»

۱۳۹۹ مهر ۲۶, شنبه

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د تاريخ پر يوه معلم باندې د چړې تر مرګوني بريد وروسته د پېښې صحنې ته ورغلی دی. هغه دغه عمل وغانده او د تروريستانو پر ضد يې د مبارزې اعلان وکړ.

https://p.dw.com/p/3k43Z
Frankreich | Paris | Emmanuel Macron spricht nach einer brutalen Messerattacke
انځور: Abdulmonam Eassa/Pool/Reuters

د فرانسې ولسمشر د پاريس په کونفلن-سانت-هونورين ناحيه کې د دغې پېښې له کبله کرکه ښکاره کړه. په دغه ځای کې د جمعې په مازديګر په يوه سړي باندې د يوه ځوان له خوا د چړې په واسطه سخت بريد وشو چې نوموړی ښوونکی پکې مړ شوی دی. داسې ويل کيږي چې عامل د مقتول مرۍ پرې کړې ده. نور راپورونه وايي چې «سر يې غوڅ کړل» شوی دی.

«د بيان پر آزادۍ باندې بريد»

ايمانويل ماکرون دغه عمل «يو اسلام پاله ترهګريز بريد» وباله. د پېښې صحنې ته د ورتګ پر مهال يې وويل: «زموږ يو وګړی نن وژل شوی دی،‌ ځکه چې زدکوونکو ته يې د بيان آزادي او د عقيدې لرلو يا نه لرلو آزادي تدريسوله.»

په دې سره ماکرون هغو معلوماتو ته اشاره کوله چې له مخې يې وژل شوی کس د تاريخ ښوونکی و چې په درس کې يې د «بيان د آزادۍ» په موضوع کې د اسلام د پيغمبر طنزيه رسمونه ښايي ښودلي وي.

ګڼې رسنۍ راپور ورکوي چې شکمن بريدکوونکی ښایی يو ۱۸ کلن زدکوونکی وي چې تر درس وروسته يې خپل معلم ته انتظار وويست،‌ د چاقو په واسطه يې ورباندې بريد وکړ او مرګوني ټپونه يې ورواړول. د عيني شاهدانو په خبره عامل ورپسې په عربي د «الله اکبر» ناره وکړه. خو دغه خبره لا په رسمي ډول تائيد شوې نه ده. عامل لږ وخت وروسته په څېرمه پرته اراګني سيمه کې د پوليسو له خوا ونيول شو.‌ د رسنيو په حواله دغه ځوان هڅه وکړه چې پر پوليسو باندې هم حمله وکړي، چې له کبله يې ورباندې ډزې وشوې او هغه ووژل شو.

Frankreich Paris | Untersuchungen | Mann auf Straße enthauptet
پولیس د پيښې په ځای کېانځور: Charles Platiau/Reuters

لومړنۍ نيونې

د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ د «يوه تروريستي عمل په تړاو د قتل» او د يوه «جرمي تروريستي سازمان» په تورونو اوس پلټنې پر غاړه اخيستې دي. ماکرون د عمل د جزئياتو او د شکمن عامل او قرباني په هکله نورې څرګندونې ونه کړې. سخت متاثر شوي ولسمشر وويل چې «تروريستان به ګټونکي نه وي» او له فرانسويانو سره يې ژمنه وکړه چې امنيتي ادارې به «چټک او پياوړی» غبرګون وښيي. ماکرون په خپلو هېوادوالو غږ وکړ چې يو موټی او يو ځای پاتې شي.

په دې ترڅ کې پوليسو د دغه بريد په تړاو څلور تنه نيولي دي. د قضايي‌ حلقو څخه ويل شوي دي چې دغه نيول شوي افراد د کم سنه کسانو په شمول د هغه بريدګر له کورنۍ څخه دي چې پوليسو وژلی دی.

څه باندې ۲۵۰ اسلام پاله بريدونه

په فرانسه کې د کلونو راهيسې اسلام پاله بريدونه تر سره کيږي چې پکې څه باندې ۲۵۰ تنه وژل شوي دي. له دې کبله د ترهګرۍ خطر د خلکو شعور ته لاره پيدا کړې ده. په سپتمبر مياشت کې له پاکستان څخه ورکډه شوي يوه سړي د «شارلي هېبدو» طنزيه مجلې د پخواني دفتر مخکې پر دوو تنو باندې تبر ته ورته د يو لوی چاقو په واسطه بريد کړی او هغوی يې ټپيان کړي ول. دغې ورځپاڼې د حضرت محمد (ص) کاريکاتورونه نشر کړي‌ ول.

په دغه دفتر باندې د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په مياشت کې د اسلام پالو په يوه بريد کې دولس تنه هم وژل شوي ول. د ځينو مسلمانانو په نظر دغسې کاريکاتورونه يا طنزيه رسمونه مقدساتو ته سپکاوی دی.

mak/AR/ن ص/م ک ص