1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لومړي ځل د امریکا یوه ایالت کې د ټیک ټاک پر کارولو بندیز

۱۴۰۲ فروردین ۲۶, شنبه

امریکا کې د چینايي اپلیکشن ټیک ټاک په اړه فشارونه ډیریږي او اوس تازه مونټانا، د امریکا متحده ایالاتو د لومړي ایالت په توګه پردغه اپلیکشن بندیز لګولی.

https://p.dw.com/p/4Q8J7
TikTok | د ټیک ټاک لوګو
TikTok | د ټیک ټاک لوګوانځور: The Canadian Press/AP/dpa/picture alliance

د آمریکا د مونتانا ایالت پارلمان داسې قانون تصویب کړی چې پر بنسټ به یې په چین کې جوړه شوې د خواله رسنیو شبکه ټیک ټاک بندیز ولګول شي. که چېرې د مونټانا والي دا لایحه لاسلیک کړي، نو په دغه ایالت کې به د راتلونکي کال له جنورۍ میاشتې پر ټیک ټاک بندیز عملي شي.

ددې قانون له مخې به د ګرځند ټیلېفونونو د آپلیکشنونو په پلورنځیو کې پر ټیک ټاک بندیز ولګیږي او نور به د امریکا په شمال لویدیځ ایالت کې ټیک ټاک د سوداګریزو فعالیتونو اجازه ونه لري، خو ددې پروګرام هغه کاروونکې چې له پخوا ددې شبکې غړیتوب لري ددې نوې پریکړې تر اغیز لاندې نه راځي.

اړوند مطالب:د کاناډا لومړی وزیر وايي پر ټيک ټاک بنديز یې ماشومانو ته هم ګټه رسولې

په دې اړه ډېرې اندېښنې شته چې پیکنګ د ټیک ټاک آپلیکشن له لارې د کاروونکو مالوماتو څخه جاسوسي کوي.

چینايي بنسټګران د ټیک ټاک په کنټرول کې

ټیک ټاک اوسمهال تر یو میلیارد ډېر کاروونکي لري چې هغه په لویدیځي هېوادونو کې یو ناامریکايي پر لیکه بریالی پلټفارم ګڼل کیږي. دغه شرکت په دې برخه کې د ټولو شکونو په ردولو سره ټینکار کړی چې ځان د یوې ټولګې په توګه یو چینايي شرکت نه بولي.

د "بایټ ډنس" شرکت شپته سلنه ونډه وال په لویدیځو پانګوالو پورې اړه لري او مرکزي دفتر یې د کاراییب بحر د کیمن په ټاپوګانو کې دی. خو نیوکه کوونکي او مخالفین وايي چې چیني بنسټ اېښودونکي ددې شرکت ۲۰ سلنه ونډې په واک کې لري او دا شرکت په چین کې یو لوی مقر لري.

د مونتانا پارلمان له رایه اچونې وروسته، CNN  د ټیک ټاک د ویاند له قوله ویلي چې د هغوی شرکت به د خپلو کاروونکو او نوښتګرو کسانو د حقونو لپاره په دغه ایالت کې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

اړوند مطالب:تر امريکا او بريتانيا وروسته نوي زيلند هم ټيک ټاک منع کړ

اوسمهال  د کاناډا، آمریکا، فرانسې، اسلواکي او یوشمېر نورو هېوادونو په دولتي دستګاوو کې پر ټیک ټاک بندیز لګول شوی دی.

ټیک ټاک د "بایت ډنس" په نوم د چینايي کمپنی محصول دی او کاروونکي یې پکې له ۳ تر ۶۰ ثانیو لنډو ویډیوګاني خپرولی شي.