1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آلمان: دوه تنکي ځوانان پر کرسمس بازار د برید په طرح تورن شول

۱۴۰۲ آذر ۱۰, جمعه

په آلمان کې څارنوالانو ویلي دي، چې د دغه هېواد په لویدیځ کې دوه نېول شوي تنکي ځوانان د کرسمس پر یوه بازار د برید په توطئې تورن شوي دي. هغوی ظاهرا غوښتل چې تر دغه برید وروسته د داعش له خراسان څانګې سره یو ځای شي.

https://p.dw.com/p/4ZfG4
آلمان: نېول شوي دوه تنکي ځوانان دي
آلمان: نېول شوي دوه تنکي ځوانان ديانځور: David Young/dpa/picture alliance

یو ۱۵ کلن ځوان د سې شنبې په ورځ کلن ته څېرمه په بورشاید ښار کې ونېول شو او د چهارشنبې په ورځ په لیورکوزن کې یوې څارنوالۍ پرېکړه وکړه چې هغه به د جرم تر ثابتېدو په توقیف کې پاتې شي. یو بل ځوان دآلمان په ختیځ براندنبورګ ایالات کې له هغه سره د لاس لرلو په ګومان ونېول شو.

چارواکي وايي چې دغه ۱۵ کلن ځوان په یو چټ ګروپ کې ددغه برید په اړه خپله طرحه لېکلې ده. په دوسلدورف کې د پنجشنبې په ورځ څارنوالانو ویلي دي چې دغه ځوان تورن دی چې ټاکل شوې وه د ډسمبر په لومړی نېټه د نوردراین وستفالن ایالات په لورکوزن ښار کې د کرسمس پر یوه بازار برید وکړي. د څارنوالانو په خبره هغوی غوښتل چې یوې کوچنۍ لارۍ ته چاودنه ورکړي.

د څارنوالانو د ویناپاڼې پر بنسټ، ۱۵ کلن ځوان ادعا کړې ده چې د دغه برید له پاره یې بنزین ترلاسه کړي ول. د څارانوالانو په وینا دغو دوو شکمنو هوډ درلود چې تر دغه برید وروسته به آلمان پرېږدي او د داعش يا «اسلامي دولت» نومې ترهګري ډلې له خراسان څانګې سره چې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې فعاله ده یو ځای کیږي.

څارنوالانو ویلي دي چې څېړونکي د دغه ۱۵ کلن ځوان په کور کې د موندل شویو شواهدو د ارزونې په حال کې دي، خو د بنزینو هیڅ ډول زیرمه یې نه ده موندلې. دغه ځوان د وژنې او د تاوتریخوالي د یو اقدام په شک تر څېړنو لاندې دی.

د آلمان د «تاکس شاو» خبري خپرونې خبر ورکړی دی چې اصلي تورن ۱۵ کلن ځوان آفغان – آلمانی دی.

د آلمان د کورنیو استخباراتو آژانس د نېولو د دغه خبر تر خپرېدو وړاندې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اکتوبر پر ۷مه نېټه د اسرائیل پر سویل د حماس ترهګرو تر برید وروسته په دغه هېواد کې د برېدونو ګواښونه ډېر شوي دي.

دغه آژانس د انفرادي برېدګرو د افراطي کېدو خطر ته اشاره کړې ده چې د برید له پاره له ساده وسایلو «نرمو اهدافو» څخه کار اخلي. د آلمان کورنیو استخباراتو زیاته کړې ده چې «واقعي خطر تر هغه لوړ دی چې له مودو راهیسې شته.»