1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې یو کس د ترهګریز برید د پلانولو په تور نیول شوی

۱۳۹۷ مرداد ۳۱, چهارشنبه

پولیسو په برلین کې یو ۳۱ کلن روسي وګړی په دې تور نیولی چې ګواکې غوښتل یې د آلمان په یوې برخې کې بمې برید ترسره کړي. څارنوالان شک لری چې دغه کس اسلامپاله افراطي دی.

https://p.dw.com/p/33YfS
Deutschland Berliner Ermittler beschlagnahmen 77 Immobilien von Großfamilie | ARCHIV
انځور: picture-alliance/dpa/G. Fischer

روسي تبعه محمد علي سي. چي د آلمان د قوانینو له مخې یې بشپړ نوم نه دی بربنډ شوی، په برلین کې له یوه کوره نیول شوی دی. پر هغه باندې شک دی چې هغه «د حکومت د ویجاړولو په موخه جدي تاوتریخوالی» پلان کړی وو. دغه څرګندونې د آلمان د فدرال څارنوال دفتر د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اګست ۲۲مه نېټه) کړې دي.

ویل کیږي چې دغه نیول شوی کس له کلیمنت بي. سره اړیکه لري چې تیر کال په فرانسې کې د ترهګری په تورونو نیول شوی وو.

څارنوالانو ویلي دي چې دغه کس یو «اسلامپاله افراطي» وو چې ویل کیږي په ۲۰۱۶ کال کې یې په برلین کې په خپل کور کې ډیر چاودیدونکي مواد زخیره کړي ول.