1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستعمان

طالبان وايي په عمان کې د افغانستان سفارت ورسپارل شوی دی

۱۴۰۳ شهریور ۲۸, چهارشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې په عمان هیواد کې د افغانستان سفارت د دوی استازي ته سپارل شوی دی. یاد وزارت ویلي دي چې تر دې وروسته به د عمان په مسقط کې افغان سفارت خپل خدمات په عادي ډول وړاندې کوي.

https://p.dw.com/p/4kkGV
د عمان سربیره یو شمیر نورو هیوادونو هم د افغانستان پخواني سفارتونه د طالبانو استازو ته سپارلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې په عمان هیواد کې د افغانستان سفارت د دوی استازي ته سپارل شوی دی.انځور: Winfried Rothermel/IMAGO

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د سپتمبر میاشتي ۱۷) خبر ورکړی دی چې د عمان په شاهي هیواد کې د افغانستان سفارت د طالبانواستازي ته سپارل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د دغه وزارت د ویاند ضیا احمد تکل، له قوله راغلي دي چې تر دې وروسته به د عمان په پلازمېنه مسقط کې افغان سفارت خپل عادي خدمات پیلوي. تکل زیاته کړې ده چې دغه سفارت د سپتمبر له ۸مې نیټې راهیسې افغانانو ته خدمات وړاندې کوي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې ده چې په عمان کې له کوربه هیواد سره په همکارۍ د سفارت د چارو پیلول به د کابل او مسقط ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او مذهبي اړیکو په غښتلي کولو کې رغنده نقش ولوبوي.

تر اوسه پورې دا روښانه نه ده چې طالبانو دغه سفارت ته خپل استازي معرفي کړی او که لا هم پخوانی چارواکی د سفارت چارې مخته وړي. وروسته له هغه چېد ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې طالبانو په افغانستان کې یو ځل بیا واک ترلاسه کړ ، تر اوسه پورې هیڅ کوم هیواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو طالبانو له وړاندې نه په یو شمیر بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان د سفارتونو مسوولیت ترلاسه کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څه موده وړاندې وویل چې دوی به د جولای میاشتې تر ۳۱ مې نیټې وروسته د بریتانیا په شمول په یو شمیر غربي هیوادونو کې د افغانستان د سیاسي نمایندګیو له لوري قونسلي خدمات ونه مني. طالبانو پر دغو سفارتونو او یو شمیر قونسلګریو تور پورې کړی وو چې دوی په خپلواکه توګه فعالیت کوي او دا چې د کابل هدایات نه مني.

په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یو شمیر هیوادونو کې د افغانستان سیاسي نمایندګۍ له دغه محدودیت څخه مستثنی کړي دي چې پکې په بلغاریا، چیک جمهوريت، آلمان، هالند او هسپانیا کې سفارتونه او قونسلګرۍ شاملې دي.

په ورته وخت کې بریتانیا  او ناروې  هم په دې وروستیو کې د افغانستان د سفارت د بندولو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان اوسنی حکومت چې د طالبانو له لوري رهبري کیږي، د نړیوالې ټولنې له لوري پر نجونو او ښځو باندې د محدودیتونو د وضع کولو او یو شمیر نورو اقداماتو له کبله له پراخو نیوکو سره مخامخ دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه پورې د هیڅ هیواد له لوري په رسمیت نه دی پیژندل شوی او طالبان تل له نړیوالې ټولنې د خپل حکومت د په رسمیت پیژندلو غوښتنه کوي.

خ.ح / ن.ز 

د طالبانو درې کلنه واکمني؛ افغانستان کې وضعیت څه ډول دی؟