1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

لندن کې د افغانستان سفارت تړل کیږي

۱۴۰۳ شهریور ۱۹, دوشنبه

په بریتانیا کې د افغانستان سفارت تائید کړه چې د روانې سپتمبر میاشتې پر ۲۷مه به په لندن کې خپل سفارت وتړي. په لندن کې د افغانستان سیاسي نمایندګۍ ویلي چې دغه پریکړه یې د بریتانیا د حکومت تر غوښتنې وروسته کړې ده.

https://p.dw.com/p/4kPrM
په بریتانیا کې افغان سفارت منلې چې د روانې سپتمبر میاشتې پر ۲۷ مه به سفارت وتړي. انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
په بریتانیا کې د افغانستان سفارت د یکشنبې په ورځ تائید کړه چې د روانې سپتمبر میاشتې پر ۲۷مه به په لندن کې خپل سفارت وتړيانځور: Winfried Rothermel/IMAGO

په بریتانیا کې د افغانستان سفارت د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۸) پر خپله اکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي دي چې د بریتانیا د حکومت له لوري د سفارت د بندولو تر غوښتنې وروسته به د روانې سپتمبر میاشتې پر ۲۷ په لندن کې د خپل سفارت دروازې وتړي.

په لندن کې د افغانستان سفارت له لوري دغه پریکړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر هغې پریکړې وروسته کیږي چې په یو شمیر اروپايي او نورو هیوادونو کې یې د افغانستان د سیاسي نمایندګیو سره پریکون اعلان کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څه موده وړاندې وویل چې دوی به د جولای میاشتې تر ۳۱ مې نیټې وروسته د بریتانیا په شمول په یو شمیر هیوادونو کې د افغانستان د سیاسي نمایندګیو له لوري قونسلي خدمات ونه مني. طالبانو پر دغو سفارتونو او یو شمیر قونسلګریو تور پورې کړی وو چې دوی په خپلواکه توګه فعالیت کوي او دا چې د کابل هدایات نه مني.

په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یو شمیر هیوادونو کې د افغانستان سیاسي نمایندګۍ له دغه محدودیت څخه مستثنی کړي دي چې پکې په بلغاریا، چیک جمهوريت، آلمان، هالند او هسپانیا کې سفارتونه او قونسلګرۍ شاملې دي.

د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې، وروسته له هغې چې طالبانو په افغانستان کې یو ځل بیا واک ترلاسه کړ، د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ یا طالبانو ته سپارل شوي او یا یې هم د طالبانو د ادارې اطاعت پیل کړی دی.

د دغو پرمختګونو باوجود، په یو شمیر غربي هیوادونو کې د افغانستان سفارتونو او قونسلګریو په خپلواکه توګه فعالیت کاوه او افغانانو ته یې قونسلي خدمات وړاندې کول.

د افغانستان اوسنی حکومت چې د طالبانو له لوري رهبري کیږي، د نړیوالې ټولنې له لوري پر نجونو او ښځو باندې د محدودیتونو د وضع کولو او یو شمیر نورو اقداماتو  له کبله له پراخو نیوکو سره مخامخ دی. د طالبانو حکومت تر اوسه پورې د هیڅ هیواد له لوري په رسمیت نه دی پیژندل شوی او طالبان تل له نړیوالې ټولنې د خپل حکومت د رسمیت پیژندلو غوښتنه کوي.

آژانسونه / خ.ح / ن.ز