1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې د طالب چارواکي د وینا پر سر "ناندرۍ" او جنجال

۱۴۰۲ آبان ۲۷, شنبه

د آلمان د ترکانو اسلامي مرکز یا "دیانت" وايي، په دغه مرکز کې د طالب چارواکي له وینا خبر نه ول او «شوکه» شوي دي. په کولن کې د کنړ فرهنګي ټولنه وايي، د هغوی له نوم څخه ناوړه ګټه اخېستل شوې.

https://p.dw.com/p/4Z8FC
د طالبانو حکومت د خوړو او درملو ملي ادارې مشر، عبدالباري عمر
د طالبانو حکومت د خوړو او درملو ملي ادارې مشر، عبدالباري عمرانځور: Dr Abdulbari Omar/Twitter

د طالبانو ادارې د خوړو او درملو ادارې رئیس عبدالباري عمر د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ میلادي کال د نوامبر ۱۶مه) د آلمان دکولن ښار د آلماني ترکانو اسلامي مرکز «دیانت» ((DITIB کې وینا کړې چې اوس په جنجال او ناندریو اوښتې.

دغه اسلامي مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی چې له دې موضوع خبر نه ول او هلته میشتو افغانانو په غوښتنه یې یواځې د مذهبي مراسمو د ترسره کولو اجازه ورکړې ده.

دغه مرکز زیاته کړې چې د افغانانو فرهنګي ټولنې د ورکړل شوې غوښتنې خلاف یو ناپيژندل شوی ویناوال وربللی او دا مراسم یې سیاسي کړي، چې دا په خپله یوه «سرغړونه» ده.

د دیانت اسلامي مرکز په خپل بیان کې زیاته کړې: «د دې خبر له اوریدلو شوکه شوي یو او په ژوره توګه له دې آمله چې زمونږ له باور څخه ناوړه ګټه اخېستل شوې، خواشیني یو.»

د دیانت مرکز ددغه مرکز څانګو ته د افغانانو د فرهنګي ټولنې د غړو په ورتګ بندیز اعلان کړی او وايي «طالبانو ته هر ډول نیږدېوالی ردوي.»

د آلمان ترکانو اسلامي مرکز "دیتیب" د ټول آلمان په کچه د ترکیې مسلمانانو د شاوخوا ۹۰۰ ټولنو استازولي کوي او په دغه هېواد کې ترټولو ځواکمن اسلامي مرکز بلل کیږي.

کولن کې د افغانانو فرهنګي مرکز: زمونږ له نوم څخه ناوړه ګټه اخېستل شوې

هاخوا دآلمان په کولن ښار کې د افغانانو فرهنګي مرکز هم، له موضوع د بې خبرۍ څرګندولو ترڅنګ د دغه مرکز له نوم څخه د ناوړه ګټه اخېستنې سره ددې ناستې جوړول غندلي او زیاته کړې یې ده چې دې ټولنې له دیانت مرکز سره هیڅ ډول تړون نه دی لاسلیک کړی.

د «وېلت» ورځپانې د رپوټ له مخې، په کولن کې د میشتو افغانانو فرهنګي مرکز په اعلامیه کې راغلي: «په ډاګه او روښانه توګه اعلان کوو چې نه د سالون په اجاره کولو کې ښکېل وو او دغه راز، ددې ټولنې هیڅ غړي په دې غونډه کې ګډون نه درلود. دا ناوړه عمل د ټولنې له نوم څخه بې شرمانه سواستفاده ده چې په سخته یې غندو.»

د آلمان بهرنیو چارو وزارت: ویزه مو نه ده ورکړې، طالبان په رسمیت نه پېژنو

په همدې حال کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميي په خپرولو سره اعلان کړی چې په کولن ښار کې د عبدالباري عمر وینا په سختو ټکو غندي او ټینګار کوي چې د آلمان استازولیو د هغه لپاره ویزه نه ده صادره کړې.

دغه وزارت اعلان کړی چې آلمان ته ددغه طالب چارواکي له سفره ناخبره ول او آلمان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي: «ترڅو چې طالبان په افغانستان کې په ښکاره بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، طالبانو سره به اړیکې عادي نه شي.»

د «نوردراین وست فالن» ایالات د کورنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې په دې برخه کې به څېړنې وکړي. دغه وزارت زیاته کړې د آلمان لویې څارنوالۍ په ۲۰۲۱ میلادي کال کې وروسته له هغې چې طالبانو په افغانستان کې حکومت جوړ کړ دا ډله یې د ترهګری له لیست څخه اېستلې ده.

په آلمان کې ددغه طالب چارواکي شتون په دغه هېواد کې د یوشمېر افغانانو غبرګون هم راپارولی دی. ویل کیږي چې عبدالباري عمر په هالنډ کې په یوه نړېوال کنفرانس کې تر ګډون وروسته آلمان ته راغلی ؤ.