1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په واکمنۍ کې د څارنوالانو ستونزمن ژوند

۱۴۰۱ تیر ۲۸, سه‌شنبه

د افغانستان د پخواني حکومت د څارنوالانو له پاره د طالبانو په حکومت کې ځای تنګ سوی دی. د باوري سرچینو په حواله، تر اوسه ۲۶ څارنوالان په هېواد کې وژل سوي او شاوخوا ۲۵۰۰ په ځانګړي ډول څارنوالانې له خپلو دندو ګوښه سوي دي.

https://p.dw.com/p/4ELVZ
Afghanistan Kabul | Talibankämpfer nach Explosion am Sikh Tempel
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د افغانستان په پخوانی حکومت کې څارنوالان ادعا کوي چې د طالبانو په واکمنۍ کې سخت ژوند لري. ځینې څارنوالان چې نه غواړي هويت يې څرګند سي، له پخوانیو حکومتي څارنوالانو سره د طالبانو د چلند په اړه مختلفې کیسې لري.

په دې راپور کې، د یو شمیر څارنوالانو کیسې پرته له دې چې نومونه یې ذکر سي انعکاس سوي دي.

څارنوالان هم ورته تجربې لري او ادعا کوي چې دوی له یوې خوا د طالبانو او د طالبانو له خوا له بند څخه د خلاصو سویو مجرمینو له خوا ګواښل کیږي او تعقیبیږي.

د څارنوالانو وژنه او ګوښه کول

د ځينو څارنوالانو په خبره له تيرو ۱۱ میاشتو راهیسې چې طالبان واکمن سوي دي، تر اوسه پوري ۲۶ تنه څارنوالان د افغانستان په مختلفو برخو کې شکنجه سوي يا وژل سوي دي او ۲۵۰۰ نور مسلکې څارنوالان چې اکثریت یې ښځي دې، له دندي لري کړل سوي دي.

پخواني قاضیان: طالبانو خپل جنګیالي زموږ پر ځای قاضیان ګمارلي

د پخوانی حکومت یوې څارنوالې دویچه ویله ته وویل چې ډېر څارنوالان چې له کار څخه ګوښه سوي، مسلکي او د لوړو زده کړو درلودونکي دي.

هغه چې ستونی يې ډک دی او خپل ځان ته ارام ورکوي، وایې له هغه وروسته چې ځینی همکاران یې ورک سوي او وروسته په وحشتناک ډول وژل سوي، له هغې وروسته یوشمیر څارنوالان له هیواده تیښتې ته اړ سول او ځینې نور یې بیا په پټه په هیواد کې ژوند کوي: »ډېری نوري همکارانې مې له خپلی دندي لري کړل سوي او حتی طالبان د څارنوالانو پرمخ د څارنوالۍ دروازي هم تړلې ده.

هغه چې ان د نوم اخیستلو څخه یې ویره لري وایې په دی وروستیو کې د ممتاز شیرزي په نوم یو څارنوال چې په خوست کې یې دنده لرل د شنبې په شپه لمړۍ شکنجه او  وروسته وژل سوی وو.

هغې زیاته کړه چې د طالبانو حکومت د څارنوالانو د قاتلانو د پېژندلو په اړه هیڅ اقدام نه دی کړی او هغه تل دا وژنې د شخصی دښمنی په توګه بیان کړي دي: «ځینې همکاران مو په ښکاره توګه د هغه خلاص سوو زندانیانو له امله تهدید کیږي چې تصویرونه یې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره سوي وي.»

هغه ټینګار وکړ چې طالبانو د لوی څارنوالی یو شمیر اداري کارکوونکو ته امر کړی چې خپلې دندې ته دوام ورکړي دوی ته د کار کولو له پاره ویل کیږي تر هغه چې د دوی کسان په کار وګمارل سي، او بیا له دندې لري کړل سوي دې.

څارنوالان ادعا کوی چې لوی څارنوالی له خپلو کارکوونکو سره په بې وزلي کې ده او تشکیل يې تر اوسه د طالبانو له خوا تائید سوی نه دی: «مسلطه ډله په زور د سړکونو په سر بیله دوسیو پرېکړه کوي او څارنوالۍ ته اړتیا نه لري.»

د لوی څارنوالۍ بې سرپرستې

یو له نورو څارنوالانو څخه چې موږ مستعار نوم احمد د هغه د امنیت د ساتلو له پاره نوموو، دا مهال د لوی څارنوالۍ څارنوال دی.

احمد اووه کاله د افغانستان په مختلفو سیمو کې د مسلکي او تربیه سوي څارنوال په توګه کار کړی دی: «زه اوس خپل کار ته ځم. ټول پخوانی ریسان او لوی څارنوالان د خپلو وظیفو څخه کم او پر ځای یې د طالبانو غړي دي له ۲ زره څخه تر دوه زره پنځه سوه څارنوالان په ټول افغانستان کې له دندو ګوښه سوي دې.»

د طالبانو له لوري د جزا قوانینو لغوه کول

احمد په ډیري خواشینۍ سره وویل: «طالبان قانون نه پېژني، قانون ته غاړه نه ږدي او هیڅ قانون نه مني، هره ورځ موږ دوی وینو چې قوانین له منځه وړي او په ځانګړې توګه جنايي قوانین.»

د افغانستان يوې څارنوالي د ایټاليا تابعیت ترلاسه کړ

احمد همدارنګه د تیښتې په لټه کې دی او وایی چې د خپلو همکارانو د قتل او شکنجې له امله هغه ویریدلی دی: «څارنوالان مجبور دي چې د تیښتې او مهاجرت لاره ونیسي. ځکه دلته ژوند د هرې ورځې په تیریدو سره سختیږي. څارنوالان دلته کار نسي کولای، ژوند کوي او حتی آزاده ساه هم نسي اخیستلای.»

په ګاونډیو هېوادونو کې د څارنولان حالت څنګه دی؟

د پخواني حکومت ځيني څارنوالان چې د طالبانو له خوا  ګوښه سوي دي، د طالبانو له خوا له زندانونو څخه د خلاص سویو مجرمینو له وېرې، دوی له افغانستان څخه تښتېدلي او په نورو هيوادونو او په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کي يې د پناه غوښتنه کړي.»

یو له دغو څارنوالانو څخه چې ایران ته یې پناه وړي ده، وایې چې د لوی څارنوالې له یولس کاري کاله وروسته له دندې لري کړل سو، او اوس بې برخلیکه ژوند کوي خو د خپلو ملګرو د قتل او شکنجې دې ته اړ کړ ترڅو ایران ته وتښتې: «ما ۱۱ کاله په مختلفو ولایتونو کې د څارنوال په توګه کار کړی دی. زه اوس له دندې ګوښه سوی وم، ما کومه خاصه دنده نه درلوده چې له افغانستان څخه د بې برخلیک کیدو وروسته د ترور او ځوروني له ویرې وتښتیدلم، او موږ ایران ته راغلو او دلته ډیر بد ژوند لرم.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایې په افغانستان کې د میشت ټولو خلکو د امنیت تامین کوي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور دویچه ویله ته وویل چې طالبان د ټولو خلکو د امنیت او تامین مسول دې: «زموږ امنیتي ځواکونه هیچاته اجازه نه ورکوي چې چاته ضرر و رسیږي.»

خو د طالبانو د کابل ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند وایې تراوسه پوري هیڅ داسي پیښه نه لري چي د څارنوالانو د قتل کومه وژنه دي رامنځ ته سوې وي او هیڅ کس د تیرو کلونو انتقام اخیستنه نسي کولای. هغه دا مني چې په ځینو ځايونو کې کیدای سي شخصي دښمنۍ د څارنوالانو د قتل سبب سوې وې.

صفت الله زاهدي