1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپورونه: طالبانو په کابل کې د ښځو لاريون پاشلی دی

۱۴۰۲ فروردین ۶, یکشنبه

تقريبا شل ښځو په کابل کې لاريون کړی څو پر ښځو او نجونو د زدکړو د بنديز پرضد خپل غږ پورته کړي. طالبانو د راپورونو له مخې دغه لاريون سره پاشلی دی.

https://p.dw.com/p/4PGYq
انځور له آرشيف څخه
انځور له آرشيف څخهانځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

افغان ښځينه لاريون کوونکو په کابل کې د »زدکړه زموږ حق دی« شعار ورکاوه مخکې له دې چې وسله والو طالبانو دغه لاريون سره وپاشه. په دې هکله افغاني رسنيو لکه افغانستان اينترنېشنل او د هشت صبح آنلاين ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې له هېواد څخه بهر فعاليت لري.یوناما: د طالبانو وروستی حکم پر ناسم لوري یو بل ګام دی

په ټولنيزو رسنيو کې داسې ويډيوګانې لاس په لاس کيږي چې ښځې په کې له طالبانو سره بحث کوي. د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې د بيا ځلې واکمنۍ راهيسې طالبانو د ښځو حقونه خورا محدود کړي دي. په تېره د زدکړو په برخه کې سخت بنديزونه وضع شوي دي. لومړی هغه نجونې له ښوونځيو منع شوې چې تر شپږم ټولګي پورته زدکړې يې کولې.له کابل پوهنتونه د نجونو د ایستلو پرضد لاریون

د تېر کال په پای کې ښځې له پوهنتونونو څخه هم راوګرځول شوې. په وار وار افغان مېرمنو د دغو بنديزونو پر وړاندې اعتراضونه کړي دي او نړيوال هم سختې نيوکې کوي. د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې نوروز يعنې افغاني نوی کال او ورسره نوی تعليمي کال هم پیل شو.