1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کابل پوهنتونه د نجونو د ایستلو پرضد لاریون

۱۴۰۱ مهر ۲۶, سه‌شنبه

د کابل پوهنتون دروازې مخي ته يوځل بيا یو شمېر ښځینه محصلینو مظاهره کړې ده. د دغه لاريون اصلي لامل له کابل پوهنتون څخه د يو شمېر نجونو ایستل بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/4IJUb
Afghanistan Uni Herat Studentinnen demonstrieren für Bildung
انځور: MOHSEN KARIMI/AFP

د دې مظاهرې یوې ګډونوالي دویچه ویله ته وویل: «په دې مظاهره کي شاوخوا پنځوسو نجونو برخه اخیستې وه، د کابل پوهنتون څخه د نجونو د جلا کولو، نسل وژنې او جبري کډوالۍ پر ضد د اعتراض په موخه پیل شوې وه.»

دغو نجونو نارې وهلې: «موږ د زده کړې په جرم له پوهنتونه وایستل شو.»

لاريون کوونکو د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي دي چې لاريون يې شاوخوا نيم ساعت دوام وکړ او نن ېې یو ځل بیا طالبانو د لاريون مخه ونيوله او دوی يې په دې بيرولې چې ګويا ځانمرګی بريد يا چاودنه و نه شي.

په کابل او مزارشریف کې طالبانو څرنګه د مظاهرو مخه ونیوله؟

د محصلینو ایستل

مظاهره کوونکو نجونو دویچه ویله ته وویل، څه موده وړاندې کله چې د لیلیې نجونو غوښتل د کاج پر ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید په غبرګون کې لاریون وکړي، له لاریون مخکې مسمومې شولې.

د دغو مظاهره کوونکو له ډلې یوې يې وویل چې نجونې په لیلیه کې مسمومې شوې څو په مظاهره کې ګډون ونه کړي. هغه زیاته کړه وروسته له هغې چې دا موضوع عامه او رسنیزه شوه، طالبانو یو شمېر هزاره نجونې له لیلیې او پوهنتونونو څخه و ایستلې.

آرشیف: کابل کي یوشمیر ښځو د دوې د حقونو د ترلاسه کیدو په موخه لاریون کړی
آرشیف: کابل کي یوشمیر ښځو د دوې د حقونو د ترلاسه کیدو په موخه لاریون کړی انځور: Hoshang Hashimi/AFP/Getty Images

تر اوسه معلومه نه ده چې څومره نجونې له کابل پوهنتون څخه ایستل شوې دي. په ټولنيزو رسنيو کې په يوه خپره شوې ويډيو کې چې نجوني خپل کتابونه او سامانونه ټولوي، وايي: «نن زموږ د ژوند تر ټولو توره ورځ وه».

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له کابل پوهنتون څخه د نجونو ایستل تایید کړي او سیمه ایزو رسنیو ته یې ویلي دي چې د لوړو زده کړو وزارت مقررات لري او هر هغه څوک چې له دې مقرراتو سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

په هغه پرېکړه ليک کې چې د لاريون کوونکو له خوا خپور شوى دی، ويل شوي دي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت «له کابل پوهنتون څخه د نجونو د شړلو په اړه له سره غور وکړي.»

په پریکړه لیک کې له طالبانو څخه غوښتل شوي چې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي پرانیزي: «موږ د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه غواړو چې ژر تر ژره د نجونو له پاره د ښوونځیو د ټولګیو د پرانستل کیدو او نجونو ته پکې د ګډون زمینه برابره کړي.»

له هغه وخت راهيسي چې طالبان بيا واک ته رسېدلي دي، ښځې د طالبانو له خوا د لګول شویو محدودیتونو سره سره په مکرر ډول مظاهرې کوي چې دغه لاریونونه اکثره وخت د طالبانو له خوا ځپل کیږي.