1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو دفاع وزیر: ایران برید وکړ موږ غبرګون وښود

۱۴۰۲ خرداد ۲۷, شنبه

د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد له ایران سره وروستیو سرحدي شخړو ته په اشارې سره ادعا وکړه چې طالب ځواکونو برید نه دی پیل کړی، بلکې د ایراني پوله ساتو له خوا د څلورو ورځو بریدونو په غبرګون کې اړ سوي دي.

https://p.dw.com/p/4SiEM
Afghanistan | Verteidigungsminister Mullah Mohammad Yaqoob
انځور: Ali Khara/REUTERS

تېره شپه د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد له طلوع تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې راڅرګند سو او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې پوښتنې ځواب کړې او د نورو مسایلو ترڅنګ یې له ایران سره د وروستیو سرحدي جګړو یادونه وکړه. 

اړوند مطالب: ایران ولي د طالبانو پر وړاندې خپل دریځ سخت کړی؟
هغه دې ته په اشارې سره چې طالبان له ګاونډیو هېوادونو سره د جګړې او لانجې «هدف او منزل» نه لري، زیاته کړه چې لومړی د ایران پوله ساتو ځواکونو د «څلورو ورځو» لپاره د توپخانې په وسیله پر طالبانو برید وکړ او طالب ځواکونه یې «مجبور» کړل چې د دې بریدونو پر وړاندې غبرګون وښيي.
د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي نښتو په ترڅ کې دوه ایراني پوله ساتو او یوه طالب وسله وال خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو دواړو لورو دا جګړه یوازې یوه غلط فهمي وبلله او اعلان یې وکړ چې راتلونکو ورځو کې به وضعیت عادي حالت ته راوګرځي.

اړوند مطالب:د ایران پولي ته څېرمه د طالبانو پوځي تمرینونه څه موخه لري؟
محمد یعقوب مجاهد په دې ټلویزیوني مرکه کې زیاته کړه چې په ډېرو مواردو کې کره معلومات او شواهد سته چې طالبان په پوځي جګړو کې ښکېل سوي دي.
نوموړي د ايران، پاکستان او نورو هېوادونو يادونه وکړه او زياته يې کړه، چې کله ناکله په سرحدي نښتو کې ملکي افغانان وژل کېږي.

هغه په ​​دې برخه کې له ایران سره وروستیو سرحدي شخړو ته په مستقیمه توګه اشاره وکړه او زیاته یې کړه: «هغه ستونزه چې له ایران سره رامنځ ته سوه دا وه چې له څلورو ورځو راهیسې ما داسې راپورونه ترلاسه کړل چې ایرانیان د توپونو او هاوانونو ډزې کوي، ما ورته وویل چې دا کار مه کوی. دا زموږ په ګټه نه ده، او بیا موږ باید ځواب ووایو او د خپلې خاورې دفاع وکړو. موږ به خپل حق نه پریږدو، مګر موږ به په هیچا برید ونه کړو.»

ایران افغانستان l په پوله کې وسله واله نښته
ایران افغانستان l په پوله کې وسله واله نښتهانځور: Fars


ایراني چارواکو د جګړې له لومړیو ساعتونو څخه د عملیاتو د پیل پړه پر وسله والو طالبان واچول. د امنيې قومندانۍ مرستيال سردار قاسم رضايي د دې پېښې د څرنګوالي په اړه وويل: «د افغان لوري طالب وسله والو د نړيوالو قوانينو او ښه ګاونډيتوب په پام کې نيولو پرته د زابل د سرحدي لوا په ساسولي پوسته ډزې پيل کړې. هغه سیمه چې هر ډول وسلې لري.»

اړوند مطالب:ايران: يوه نښته کې درې پاسداران او «پنځه غله» وژل شوي

مجاهد له طلوع تلویزیون سره په مرکه کې د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د ستونزو په اړه هم وویل چې د نړیوالې ټولنې ځینې غوښتنې د اسلامي شریعت او افغاني کلتور خلاف دي چې د سرپرست حکومت لپاره د منلو وړ نه دي.

له ایرانه هره ورځ څه کم ۵۰۰ مهاجر افغانستان ته اخراجیږي


هغه د دې په بیانولو سره چې «د یوه ټول شموله حکومت جوړول، تعلیمي مسایل او د بیان ازادي د هیواد له داخلي مسایلو څخه دي او نړۍ باید په داسې مسایلو کې لاسوهنه ونه کړي» په ​​حقیقت کې له تعلیمي او ټولنیزو فعالیتونو څخه د ښځو او نجونو د محرومولو په برخه کې د طالبانو د دریځ په دوام ټینګار هم وکړ.

ص. ذ/ ن. ص