1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: په افغانستان کې د تاوتريخوالي مسؤل طالبان دي

۱۳۹۹ اسفند ۱, جمعه

په منځني ختيځ کې د امريکايي ځواکونو قومندان ويلي دي چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي مسؤليت په «ښکاره» د طالبانو پر غاړه دی چې ملکي وګړي او امنيتي ځواکونه پکې په نخښه کيږي.

https://p.dw.com/p/3paVr
Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د امريکا د مرکزي قومندې مشر جنرال کينيد مک کينزي، دا څرګندونې سيمې ته د سفر پر وخت په داسې حال کې کړي دي چې ولسمشر جو بايدن د خپلو عسکرو د را ايستو پر پلان له سره غور کوي.

په افغانستان کې تاوتريخوالی د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو تر پېليدو وروسته ډېر شوی دی. خو وسله وال طالبان تل دا خبره ردوي چې ګڼي په افغانستان کې د تاوتريخوالي د شدت تر شا د دوی لاس دی بلکې پړه یې پر نورو وسله والو ډلو ور اچوي.

خو جنرال مک کينزي طالبان نیغ په نیغه تورن کړل. هغه وويل: «يقناً داعش به هم يو څو بريدونه کړي وي خو د هغو [بريدونو] پر وړاندې چې طالبان یې کوي، لږ دي. دا په ټول هيواد کې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې او همدا راز په ښاري سيمو کې د هغوی د هدفمندانه بريدونو يو ترکيب دی.»

نوموړي زياته کړه: «دا په واضح توګه طالبان کوي. دا هيڅ امکان نه لري چې بل څوک دې دا کار وکړي. دا ډېره روښانه ده.»

اړونده موضوع:کابل: د دفاع وزیر موټر چلوونکی او پنځه کلن زوی یې وژل شوي

نوموړي جنرال همدا راز وويل چې په دغه جګړه ځپلي هيواد کې تاوتريخوالی «اوج» ته رسېدلی دی. جنرال مک کينزي له هغه سره مل خبريالانو ته په تينګار سره وويل: «تاوتريخوالی موږ ته [امريکا] او يا زموږ د ناټو ائتلاف ملګرو ته نه دی متوجې، دا افغان پوځ او افغان امنيتي ځواک ته او همدا شان د افغانستان خلکو متوجې دی. او دا اصلاً د طالبانو له خوا دی.»

طالبانو د سه شنبې په ورځ ويلي ول چې امريکا متحده ایالات بايد له دوی سره د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د حکومت پر مهال پر شوي تړون عمل وکړي.

دغه تړون په راتلونکو میاشتو کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل او د طالبانو له خوا امنيتي تضمينونه په نظر کې لري. همدې تړون په اصل کې بين الافغاني خبرو ته چې اوس ډېر ورو پرمخ رواني دي، لاره هواره کړې ده.

خو ولسمشر جو بايدن غواړي دغه تړون له سره و ارزوي ځکه پنتاګون يا د امريکا د دفاع وزارت پر طالبانو د ژمنو نه عملي کولو تور لګوي چې په دې کې د تاوتريخوالي د کمولو او له القاعدې شبکې سره د اړيکو د پرې کولو ژمنې شاملې دي.

د امریکا د کانګرس له خوا په ترسره شوې يوه څېړنه کې له افغانستانه د ځواکونو د ايستلو مودې د غځولو غوښتنه شوې ده او خبرداری ورکړل شوی دی چې که ځواکونه ژر و ايستل شي نو دا به په خپل لاس طالبانو ته د بريا ور په برخه کول وي.

له افغانستانه د بهرنيوځواکونو د وتلو نیټې په رانزدې کيدو سره طالبانو په لږ تر لږه دوو ستراتيژيکو مهمو ولایتونو کې خپل تهاجمي ګواښونه هم ډېر کړي دي.

امريکا او افغان حکومت دواړه طالبان د خبريالانو، سياستوالو، قاضيانو او فعالانو په هدفي وژنو هم تورنوي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

په افغانستان کې د هدفي وژنو زياتېدو خبریالان اندیښمن کړي