1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

د دفاع وزیر موټر چلونکی او زوی یې وژل شوي

۱۳۹۹ بهمن ۲۶, یکشنبه

د امنیتي سرچینو په حواله د افغانستان د دفاع وزیر موټر چلوونکی او پنځه کلن زوی یي په خپل کور کې په ډزو وژل شوي. د کابل پولیسو د پيښې په تائیدولو سره ویلي چې کیدای شي پيښه د کورني اختلافاتو له امله رامنځته شوې وي.

https://p.dw.com/p/3pKpt

افغان امنیتي سرچینو د یکشنبې (فبرورۍ میاشتې ۱۴ نیټه) په سهار خبر ورکړی دی چې د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد موټر چلوونکی محمد افضل او پنځه کلن زوی یي په ډزو وژل شوي دي.

پيښه د پلازمېنې کابل د نهمې حوزې اړوند څلورم مکرویانو سیمه کې رامنځته شوې ده. د کابل پولیسو د پيښې په تائیدولو سره ویلي دي چې کیدای شي دغه پيښه د فاميلي اختلافاتو له امله رامنځته شوې وي. پولیسو ویلي دي چې په دې اړه یي څیړنې پيل کړي دي.

د نوموړي موټر چلوونکي جسد د لازیاتو څیړنو له پاره عدلي طب ته انتقال شوی دی. امنیتي سرچینو دویچه ویله ته ویلي دي چې د عدلي طب د معاېناتو نتیجه تر اوسه پورې پولیسو ته نه ده سپارل شوې.

ټاکل شوې ده چې د ملي دفاع وزارت د موټر چلوونکي مړی چې د ملي اردو یو افسر هم وو د عدلي طب تر څیړنو وروسته کاپيسا ولایت کې خاورو ته وسپارل شي.

تراوسه پورې کوم شخص یا ډلې د دې پيښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی. د هدفي وژنو او بمي چاودونو د پيښو ډیریدو د کابل اوسیدونکي په شدید ډول اندیښمن کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په خبره یوازې په روان لمریز کال کې یې ۴۵۵ داسې کسان نیولي دي، چې په کابل کې په هدفي وژنو کې یې لاس درلود. خو د قتلونو په کمښت او وضعیت په ښه کیدو کې هیڅ تغیر نه لیدل کیږي.