1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرمنې: «طالبانو راباندي هوايي ډزي وکړې او موږ يې ووهلو»

۱۴۰۱ مهر ۱۰, یکشنبه

د افغانستان په هرات کي د مېرمنو له لوري احتجاج د طالب چارواکو له خوا په زور منحل کړل سو. د احتجاج کډون کوونکو ويلي دي چي طالبانو ورباندي هوايي ډزي وکړې او وهل ټکول يې وکړل.

https://p.dw.com/p/4Hefu
په کابل کي هم د شنبې په ورځ مېرمنو احتجاجونه وکړل
په کابل کي هم د شنبې په ورځ مېرمنو احتجاجونه وکړلانځور: AFP/Getty Images

د يکشنبې په ورځ په هرات کي د مېرمنو يو لاريون راوتلی ؤ. هغوی د جمعې په ورځ په کابل کي پر يو تعليمي مرکز د خونړي بريد پر ضد احتجاج کاوه. په ټوليزه توګه تر ۱۰۰ څخه زياتو مېرمنو په دغه احتجاج کي ګډون کړی ؤ. احتجاج کوونکو شعارونه ورکول او له طالب چارواکو څخه يې غوښتنې کولې: «تعليم زموږ حق دی، ټولوژنه يو جنايت دی.»

هرات: د کابل بريد ضد د ښځينه زدکوونکو لاريون

د وحيدې صاغري په نوم د احتجاج يوې ګډون کوونکي و فرانس پريس خبري آژانس ته وويل: «موږ بې وسلې ؤ او صرف مو شعارونه ورکول.» هغې زياته کړېده: «خو دوی موږ په لرګيو ووهلو او آن زموږ د تيت په پرک کولو لپاره يې هوايي ډزي راباندي وکړې.»

د مېرمنو يوې ډلې د هرات له پوهنتون څخه خپل احتجاج پېل کړی ؤ. بلې ډلې کوښښ کاوه چي په کوڅه کي احتجاج وکړي. د زليخا احمدي په نوم د احتجاج يوې ګډونوالې وويل چي طالبانو ورته د پوهنتون دروازه تړلې وه. هغې زياته کړه: «موږ شعارونه ورکول او د دروازې د پرانيستلو غوښتنه مو کوله.» د هغې په وينا له دې وروسته ورباندي طالبانو د ډنډو ګوزارونه وکړل.

په عین حال کې داسي ويډيوګانې خپرې سوي چي په هکله يې ويل کيږي چي پکښي د هرات د احتجاج وضعيت ثبت سوی دی. د فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخي په يوه ويډيو کي احتجاج کوونکي ښودل کيږي چي نعرې وهي «دروازه خلاصه کړئ». وروسته ليدل کيږي چي هغوی په ډنډو وهل کيږي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.