1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات کې د کابل بريد ضد د ښځينه زدکوونکو لاريون وشو

۱۴۰۱ مهر ۱۰, یکشنبه

په هرات ولایت کې له سلو زياتې ښځينه زدکوونکې راټولې شوې څو په کابل کې پر کاج ښوونيز مرکز د بريد ضد مظاهره وکړي. په ياد بريد کې په لسګونو نجونې ووژل شوې چې امتحانونو ته يې چمتوالی نيوه.

https://p.dw.com/p/4HeJN
انځور له آشريف څخه دی
انځور له آرشيف څخه دیانځور: Razia Barakzai

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په ۳۰مه) يوه ځانمرګي ځان ته د کابل په دشت برچي سيمه کې د جنس له مخې په يوه جلا شوي صنف کې چاودنه ورکړه. دا د کابل هغه ناحيه ده چې په تاريخي لحاظ ځورېدلې د شيعه مسلمانانو هزاره ټولنه په کې اوسيږي. په سلګونو زدکوونکو د کانکور ازموينې ته تياری نيوه چې د ملګرو ملتونو په خبره په چاودنه کې لږ تر لږه ۳۵ تنه ووژل او ۸۲ نور ټپيان شول.کابل کې پر يوه ښوونيز مرکز ځانمرګي بريد سخته مرګ ژوبله اړولې ده

د کابل ښار په دغه پیښه کې تر ټولو زیات تلفات نجونو او ځوانو ښځو ته اوښتي دي. نن د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۲مه) له سلو زياتو ښځو چې اکثريت يې هزاره ګانې دي، د بريد پر ضد لاريون وکړ. دغه بريد په وروستيو کلونو کې يو تر ټولو خونړی بريد وو. له هرات پوهنتون څخه د ولايت مقر ته په لاره کې د لاریون ګډونوالو د »تحصيل زموږ حق دی، نسل وژنه متوقفه کړئ« شعار ورکاوه.

په کابل کې خونړی برید په ملي او نړېواله کچه وغندل شو

مخکې له دې چې د ولايت مقام ته ورسيږي، دوی د طالبانو د وسله والو ځواکونو له خوا ودرول شوې. د ښځو د حقونو غوښتونکو مظاهره چيانو په دې وروستيو کې له طالب چارواکو او ځواکونو سره سختې مقابلې کړې دي چې په پايله کې يې لاريون کوونکې نيول شوې دي او د هوايي ډزو له لارې دغه لاريونونه سره پاشل شوي هم دي.

ښځينه فعالينو بيا هم هڅه کړې چې ناڅاپي احتجاجونه په لاره واچوي په تېره په کابل کې څو د طالبانو له خوا په دوی باندې د وارد شويو بنديزونو په وړاندې خپل غږ پورته کړي. تر دې دمه هيڅ کومې ډلې د جمعې په ورځ د کاج پر ښوونيز مرکز باندې د بريد پړه نه ده منلې. د اسلامي دولت يا داعش په نوم جهادي ډله شيعه ګانو ته په بده سترګه ګوري او د دشت برچي په سيمه کې يې پخوا هم پر نجونو، ښوونځيو او جوماتونو باندې بريدونه تر سره کړي دی. هزاره ګان په تېرو کلونو کې په هرات کې هم په نښه شوي دي. داعش د طالبانو له پاره يو کليدي امنيتي ګواښ بلل کيږي، خو طالب چارواکي ټينګار کوي چې ځواکونو يې داعشيانو ته ماتې ورکړې ده.

آ./ن. ص./خ. ح.