1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته څرمه د روسيې، تاجيکستان او ازبکستان پوځي تمرين

۱۴۰۰ تیر ۲۸, دوشنبه

د روسيې يوه پوځي چارواکي ويلي دي چي له تاجيکستان او ازبکستان سره په ګډه په تاجيکستان کي د افغانستان د سرحد په ۲۰ کيلومترۍ کي پوځي تمرينات کوي.

https://p.dw.com/p/3wgOy
انځور له ارشيف څخه
انځور له ارشيف څخهانځور: Russian Defense Ministry Press Service/dpa/picture-alliance

د روسيې تاس خبري آژانس ليکلي دي چي د دغه هيواد د مرکزي پوځي ساحې قوماندان جنرال الکساندر لاپين د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چي د اګست مياشتي له ۵ څخه تر ۱۰ نېټې پوري به په تاجيکستان کي د افغانستان د سرحد په ۲۰ کيلومترۍ «حرب ميدان» سيمه کي له تاجيکستان او ازبکستان سره په ګډه پوځي تمرينات وکړي.

جنرال لاپين په دې اړه معلومات وړاندي نه کړل چي په دغو پوځي تمريناتو کي به څومره ځواکونه ګډون کوي.

د روسيې د مرکزي پوځي ساحې مطبوعاتي څانګي ويلي دي چي په دې تمريناتو کي به د روسيې د ۲۰۱ پوځي اډې ځواکونه، غرنيز موټر، ټانکونه، توپخانه او دغه راز د مرکزي پوځي ساحې د ځانګړي ځواک ګروپونه او د الکترونيکي جنګ سيار ګروپونه ونډه ولري.

په تاجيکستان کي د روسيې ۲۰۱ پوځي اډه د دغه هيواد تر سرحدونو دباندي تر ټولو ستره پوځي اډه ده. دغه اډه په دوو ښارونو دوشنبه او بختاري ښارونو کي ځای پر ځای ده.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب