1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کښتۍ ډوبیدو په پیښه کې لږ تر لږه ۷۷ مهاجر مړه سوي»

۱۴۰۱ مهر ۲, شنبه

د سوريې چارواکي وايي چي د دغه هيواد په سواحلو کي د مهاجرو د يوې کښتۍ د ډوبېدني له امله لږ تر لږه ۷۷ انسانان مړه سوي دي.

https://p.dw.com/p/4HHys
آرشيف انځور ـ زيات مهاجر په ناوړه کښتيو کي د اوبو پر خطرناکه لاره اروپا ته د رسېدو هڅه کوي
آرشيف انځور ـ زيات مهاجر په ناوړه کښتيو کي د اوبو پر خطرناکه لاره اروپا ته د رسېدو هڅه کويانځور: Darrin Zammit Lupi/REUTERS

د سوريې د روغتيا وزير د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د سپتامبر ۲۳نېټه) وويل چي د دغه هيواد په سواحلو کي د مهاجرو د يوې کښتۍ د ډوبېدنې له کبله لږ تر لږه ۷۷ انسانان وژل سوي دي. زياته سوې چي دغه مهاجر له لبنان څخه ول او کښتۍ يې »دغه اونۍ« د سوريې په سمندري ساحه کي ډوبه سوه.

په داسي حال کي چي لبنان په اقتصادي او سياسي بحران کي راگير دي، په دغه هيواد کي د اوسېدونکو فلسطيني او سوريايي مهاجرو تر څنگ پخپله لبنانيان هم مخ په زیاتېدونکې توگه و اروپا ته د مهاجرت هڅې کوي.

په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۱۷۰۰ افغانانو پولند کې د پناه غوښتنه کړې

په لسونو زره انسانان په لبنان کي بې روزگاره سوي دي او اکثريت کورنۍ د بې وزلۍ تر کچي لاندي راغلي دي. د دغه هيواد د پيسو لبناني پاونډ ارزښت هم تر ۹۰ فيصدو څخه زيات راټيټ سوی دی. د مهاجرو د کښتۍ ډوبېدني ياده حادثه د لبنان د بحران په تناظر کي رامنځته سوې ده. د کښتۍ دغه حادثه پر دغه لاره يوه له تر ټولو مرگونو پيښو څخه ده.

سوريايي چارواکو ويلي دي چي د حادثې سره مخامخ سوي کښتۍ د سپرليو زياتو خپلوانو له لبنان څخه و سوريې ته راتگ پېل کړی دی، چي د خپلو خپلوانو پېژندنه وکړي. ويل سوي دي چي دغي کښتۍ د سه شنبې په ورځ له لبنان څخه خپل سفر پېل کړی ؤ. دغې کښتۍ ته د حادثه پېښېدلو لومړي خبرونه د پنجشنبې په ورځ خپرېدل پېل سول. ويل سوي چي پر دغه کښتۍ سوريايي، لبناني او فلسطيني وگړي سپاره ول.

دوو مرستندویه آلماني کښتیو سلګونه مهاجر له ډوبیدو ژغورلي دي

د سوريې دولتي تلويزيون د دغه هيواد د روغتيا د وزير محمد حسن گبش له وينا ويلي دي چي له دغي پيښي څخه ۲۰ انسانان ژغورل سوي دي چي دمگړی په روغتون کي تر درملنې لاندي دي. په وينا يې چارواکي د حادثې په ځای کي د نورو انسانانو تلاښ کوي.

يو سوريايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط و اسوشيېتد پرېس ته ويلي دي چي له ژغورل سوو ۲۰ مهاجرو څخه ۸ کسان د روغتون په عاجله برخه کي بستر دي او روغتيايي وضعيت يې ډېر خراب دی. هغه په ټوليزه توگه د ۷۷ مړو شمير تاييد کړی دی. ويل سوي چي په ټوليزه توگه پر دغه کښتۍ د ۱۲۰ په شاوخوا کي انسانان سپاره ول.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.