1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوو مرستندویه آلماني کښتیو سلګونه مهاجر له ډوبیدو ژغورلي دي

۱۴۰۱ شهریور ۲۷, یکشنبه

د «سي واچ» مرستندویه آلماني سازمان چې مقر یي په برلین کې دی، رپوټ ورکړی چې د «سي واچ ۳» په نوم د دوی یوې کښتۍ په مدیترانې سمندر کې ۴۲۷ مهاجر له بیړني وضعیت څخه تر ژغورلو وروسته د ایټالیې رجیو مالابریا ساحل ته رسولي دي.

https://p.dw.com/p/4H1fb
Italien | Sea-Watch 3 | Rettung von Migranten
انځور: Nora Bording/Sea-Watch/AP/picture alliance

دغه پناه غوښتونکي د ژغورنې د څو عملیاتو په ترڅ کې ژغورل شوي. له ایټالوي چارواکو څخه د کښتۍ د کارمندانو د پرله پسې غوښتنو او څو ورځو انتظار وروسته، دوی اجازه ترلاسه کړه چې د دغه هیواد د جنوبي ساحل پر لور حرکت وکړي.

مخکې تر دې د «سي آی» په نوم د یوه بل آلماني مرستندویه سازمان د «سي آی ۴» کښتۍ، له ۱۲۹ پناه غوښتونکو سره د جمعې په ورځ د آیولیا په سیمه کې د ایټالیې تارانتو ساحلي ښار ته رسیدلې وه.

د دغه سازمان د رپوټ پر بنسټ مخکې تر دې چې دغه کښتۍ له ایټالوي چارواکو څخه د دغه هیواد په ساحل کې د لنګر اچولو اجازه ترلاسه کړي، یو شمیر ژغورل شوي پناه غوښتونکي نږدې دوه اونۍ په دغه کښتۍ کې بند پاتې ول.

«هومينیټي ۱» چې د «اس او اس هومینیټي» په نوم د یوه بل آلماني مرستندویه سازمان ژغورونکې کښتۍ ده، له ۴۱۴ ژغورل شوو پناه غوښتونکو سره اوس هم د مدیترانې بحیرې په څنډه کې د اروپايي اتحادیي د یوه غړي هیواد په امن ساحل کې د لنګر اچولو په خاطر د اجازې ترلاسه کولو له پاره انتظار باسي.

په آژه سمندرګي کې د افغانانو په ګدون مهاجر ژغورل شوي

«اس او اس هومینیټي» د شنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې په کښتۍ کې د مهاجرو وضعیت، د یوې اونۍ د ډیر وخت تر تیریدو وروسته لا زیات خراب شوی دی. نوموړي سازمان په یوه اعلامیه کې لیکلي دي: «د ځای د تنګوالي له امله د مهاجرو ترمنځ د زکام، کلمو او معدې ساري ناروغۍ د خپریدو په حال کې دي. ډیر شمیر ماشومان تر ۴۰ درجو ډیره تبه لري.»

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې دوی نه دي توانیدلي په کښتۍ کې د هغه کس درملنه وکړي چې په ډزو ټپي شوی و.

د مدیترانې سمندرې په خطرناک مسیر کې د افریقا له شمال څخه ډیر شمیر پناه غوښتونکي هڅه کوي په اروپايي اتحادیه کې د مالتا ټاپويي هیواد یا د ایټالیې جنوبي سواحلو ته ځانونه ورسوي.

ډير شمیر مهاجر په بادي او غیر معیاري کوچنیو کښتیو کې سفر کوي او په بیړني وضعیت کې یا د شخصي کښتیو او یا هم د مرستندویه سازمانونو د کښتیو په وسیله ژغورل کیږي.

ډیري وختونه دوی باید څو ورځې او حتی څو اونۍ په دغو کښتیو کې تیرې کړي، څو د اروپايي اتحادیي یو له غړو هیوادونو څخه دوی ته په خپل ساحل کې د لنګر اچولو اجازه ورکړي.

ايټاليا ته تر زرو ډېر پناه غوښتونکي رسېدلي

معمولاً ایټالوي چارواکي ژغورونکو کښتیو ته په خپل سواحلو کې د لنګر اچولو اجازه ورکوي، خو په ځینو مواردو کې بیا دا کار ډیر ستونزمن هم وي.

د مهاجرو د ژغورنې سازمانونو د څرګندونو له مخې مالتا هیواد د ډیرې مودې راهیسې دا ډول غوښتنو ته ځواب نه ورکوي. د ایټالوي چارواکو په حواله د روانې میلادي پيړۍ د پيل راهیسې تر اوسه پورې له ۶۶۰۰۰ ډیر پناه غوښتونکي د مدیترانې سمندر له لارې ایټالیې ته رسیدلي دي. په داسې حال کې چې دغه شمیر د تیر کال په همدې موده کې ۴۳۰۰۰ تنه وو.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې د روان میلادي کال له پيلیدو څخه تر اوسه پورې ۱۰۳۹ تنه پنا غوښتونکو په مدیترانې سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح