1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جسدونو ډکه يوه کښتۍ هسپانيا ته رسېدلې

۱۴۰۰ اردیبهشت ۹, پنجشنبه

د هسپانيا يوې ژغورونکې کښتۍ په اتلانتيک کې موندل شوې يوه کښتۍ د تنېریفا ټاپو ته انتقال کړې ده. په دې کښتۍ کې تر هغه ډېر جسدونه وو چې اټکل يې کېدی.

https://p.dw.com/p/3sill
17 Tote in Boot aus Afrika vor Kanaren entdeckt
انځور: /EUROPA PRESS/dpa/picture alliance

د چارواکو په حواله ژغورونکې کښتۍ دغه د لرګي کښتۍ د قناري تنېريفا ټاپو جنوب کې د کرستيانو بندر ته انتقال کړې. لومړی فکر کیده چې په کښتۍ کې ۱۷ جسدونه دي خو په بندر کې په دقيقه توګه تر شميرلو وروسته معلومه شوه چې په کښتۍ کې ۲۴ مړي دي چې دوه ماشومان هم پکې دي.

د لرګي دا کښتۍ د دوشنبې په ورځ (د اپريل ۲۶مه نیټه) د هسپانيا د هوايي ځواک د ګزمې د پرواز پر وخت د ايل هيرو ټاپو څخه ۵۰۰ کیلومتره جنوب ختیځ لوري ته موندل شوې وه.

درې ژوندي پاتې کسان په سملاسي توګه د يوې پوځې څرخي الوتکې په مرسته روغتون ته انتقال شوي ول.

د مهاجرو شمير ډېر شوی

له هغه راهيسې چې د اروپا جنوبي پوله په کلکه کنتروليږي، قناري ټاپوګانو ته د رسېدونکو مهاجرو شمير ډېر زيات شوی دی. د هسپانيا د کورنيو چارو وزارت په حواله په ۲۰۲۰م کال کې ۲۳ زره مهاجر قناري ټاپوګانو ته رسېدلي ول چې د ۲۰۱۹ م کال په پرتله یې شمیر اته چنده ډېر وو.

د مراکش او قناري ټاپوګانو ترمنځ د اتلانيک څخه د اوښتو تر ټولو لنډه لاره ۱۰۰کیلومتره ده خو سفر يې له خطرونو ډک دی چې ځکه دلته د سمندر څپې قوي او لوړې وي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب