1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

ليبيا ته نږدې ۱۲۰ مهاجر ډوب شوې

۱۴۰۰ اردیبهشت ۳, جمعه

د ژغورنې سازمان د معلوماتو له مخې، په مديترانې سمندرگي کې د ليبيا ساحل ته څيیرمه له مهاجرو ډکه يوه کښتۍ ډوبه شوې ده. شايد هيڅوک هم ژوندي ياتې نه وي.

https://p.dw.com/p/3sTB8
 Libyen | Seenotrettung in der Corona-Krise
انځور: picture-alliance/dpa/AP/O. Calvo

مرستندوی سازمان (ایس او ايس) د جمعي په شپه ويلي دي چې د ژغورنې بيړۍ «اوشن ويکين» تر ساعتونو لټون وروسته د پيښي ځای د طرابلس شمال ته په سمندر کې مندلی دی. داسي ښکاري چې په دغه اوښتې ربړې کښتۍ کې تر۱۲۰ زيات کسان سپاره ول.

د ژغورني دغه سازمان د معلوماتو له مخي، په تیرو څو ورځو کي د دوی مرسته رسوونکو بېړنيو کښتیو ته د مرستي غوښتني زگنالونه رسېدلي، خو وايي چې د دوی له ساحې څخه ډير لرې وو. سمندری مرسته رسوونکو ورپسې پلټل پيل کړې او په پای کې له لس ساعته لټون وروسته يې يوازې يوه چپه شوې ربړې کښتۍ موندلې ده.

په سمندر کې د مرستې او ژغورنې سازمان همغږي کوونکي لويزا البیرا وايې: «د پيښې ځای له موندنې وروسته موږ ته جوته شوه چې کوم ژوندی انسان نه شو موندلی، خو د ډوبي شوې ربړې کښتۍ په ساحه کې مو لس مړي پيدا کړل.«

فرانسوي ژورنالیسته ایمانویله شاڅې چې په دغه سمندري پلټنه کي ملګرې وه، د فرانسې خبري آژانس ته په تليفوني اړيکه کې ويلي: «د ژونديو موندنې له پاره نور کوم اميد نه شته.«

Italien Rettungsschiff "Ocean Viking"
انځور: picture-alliance/ANSA/Ingenito

د مرستي رسونې همغږی کوونکي البيرا په وینا له ډيري مودې وروسته په اول ځل د «اوشن وايکينگ» ژغورونکي کښتۍ سره سوداګريزو کښتيو هم د ډوبو شویو کسانو په پیدا کولو کې برخه واخیستله.

په ورته وخت کي هغې شکايت وکړ چې د دولت له خوا د مرستې په رسولو کې کومه همغږي نه شته او د سمندري چارو د مسؤلو مقاماتو ملاتړ نه شته.

د يوه خبر له مخې تېره اونۍ د يوې کښتې د اوښتلو په پېښه کې د تونيس په ساحل کې شاوخوا ۴۱ کسان مړه شول.

د مهاجرو نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال له پيل څخه تر اوسه ۴۵۰ مهاجر په مديترانه سمندرگي کې د خطرناک سفر په کولوسره په اوبو کې ډوب او وژل شوې دي.