1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

ولې ځينو خلکو ته خوب نه ورځي؟

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبه

تل ویل کیږي چې باید خوب پوره وي، خو دا په څه معنی؟ په یوه شپه کې څومره خوب مهم دی او که خوب نه درځي نو باید څه وشي؟ که مناسب خوب نه لرئ، پام مو وي چې کیدای شي دا کومه ناروغي وي.

https://p.dw.com/p/4QuJn
Symbolbild Schlafstörung
انځور: Franziska Gabbert/dpa/picture alliance

دا چې انسان څو ساعته خوب ته اړتیا لري په دې هکله ډېرې څېړنې شوې دي. په ۲۰۲۲م کال کې په امریکا کې د زړه ناروغیو ټولنې د یوې څېړنې په ترڅ کې ډاکترانو ته سپارښتنه وکړه چې هرومرو دې د ناروغانو د ویده کیدو د وختونو پوښتنه کوي.

په خوب کې اخلال څومره خطرناک دی؟

اوس څرګنده شوې ده چې د انسان په بدن کې یو خاص نظام موجود دی چې د یوه ساعت په څیر کار کوي. دغه نظام انسان د شپې له خوا ویده کیدو ته مجبوروي.

فرانس هالبرګ لومړی ډاکتر وو چې په ۲۴ ساعتونو کې یې په انسانانو کې پخپله تنظیمیدونکی سیستم په ګوته کړ. په ۱۹۵۹م کال کې هغه واضح کړې وه چې انساني مغز یا دماغ او حجرې تر ستړیا وروسته د څومره ویده کیدو غوښتنه کوي.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

په ۲۰۱۷م کال کې درو سائنس پوهانو ثابته کړه چې د انسان په بدن کې داسې جینونه او پروتینونه موجود دي چې د وخت محاسبه کوي، کوم چې د کار او آرام کولو ترمنځ د یوه تعادل په پیدا کولو کې مرسته کوي. د دې څېړنې له امله دغو درو پوهانو ته د نوبل جایزه هم ورکړل شوه.

منظم خوب

هغه کسان چې د خوب یا ویده کیدو منظم سیستم لري صحتمند ژوند کوي، خو په ځینو خلکو کې د وخت حساب ساتونکی نظام ګډوډ کیږي چې په پایله کې یې بې وخته خوب ورځي او کله چې غواړي ویده شي، خوب یې تښتي.

که په خوب کې د خلل موضوع ځنډنې یا دوامداره شي، نو دا خطرناک ثابتیدلی شي. په داسې صورت کې باید په عاجل ډول معالج ډاکتر ته مراجعه وشي. په اوږد مهال ډول د خوب نه پوره کیدو له امله د انسان د بدن غړي کمزوری کیږي.

تر ۵ ساعته لږ خوب په ناروغيو د اخته کيدو ګواښ ډېروي

د ځینو څېړنو له مخې د بې خوبې په ناروغۍ اخته اشخاصو کې د طلاق کچه لوړه ده او ډیر ټکرونه هم کوي.

کله چې انسان ویده کیږي، نو د خوب له مختلفو پړاونو څخه تیریږي، یعنې خوب هم په یو خاص ترتیب سره ورځي. په اساسي ډول دا په دوه ډوله وي چې یو ته یي رپيډ آئې موومنټ REM ویل کیږي، په کوم کې چې د خوب په حالت کې سترګې په تیزې سره حرکت کوي. په دې وخت کې د مغزو د فعالیت له کبله د زړه حرکت تیزیږي او د وينې فشار لوړیږي.

دویم ډول بیا نان رپيډ آئې موومنټ خوب دی، په کوم کې چې د انسان ټولې عضلې د معمول مطابق حرکت کوي. کارپوهان وایي چې ډیري وختونه په REM ډول خوب کې خوبونه لیدل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د خوب  پر مهال ماغزه ویښ وي او د بدن غړي څاري او د کوم جسمي تکلیف یا بهرني بیړني حالت په صورت کې په عاجل ډول انسان ويښوي.

کله چې په خوب کې خلل رامنځته شي نو ډېر جسماني مشکلات زیږوي، د بیلګې په توګه په نړیواله کچه یو میلیارد انسانان د خوب پر مهال په سا اخیستلو یا تنفس کولو کې ستونزه احساسوي. دغه ناروغي دوه ډولونه لري.

د آبسټریکټیو سلیپ اپنیا OSA په نوم ډول کې د تنفس په لارو (پزه او خوله) کې د خنډ له امله سا اخیستل ستونزمن کیږي. له دې څخه د سږو او زړه ناروغي رامنځته کیدای شي.

امارات: مریخ ته د ختلو د ماموریت تر شا یوه ښځه

د دې ناروغۍ یو بل ډول ته سنټرل سلیپ آپنیا (CSA) ویل کیږي، په کوم کې چې مغز په سمه توګه کار نه کوي او سا بندیږي. دا ډیره خطرناکه ناروغي بلل کیږي. سربیره پر دې پکې د خوب نه راتلو ناروغي (آنسومنا)، تر اندازې ډیر خوب راتلل (پیرا سومنیا) او موومنټ ډس آرډر یا حرکتي اخلال هم شامل دي.

سپارښتنه

د ښه خوب له پاره لارښوونه کیږي چې بستر یا د خوب ځای ته د تللو له پاره باید یو خاص وخت وټاکل شي. سربیره پر دې د قدم وهلو له پاره هم باید یو ځانګړی وخت ولرئ. داسې باید ونه شي چې د ورزش کولو وختونه په دوامداره توګه بدل را بدل کړای شي. له خوب څخه مخکې له ډیر خوړلو او کیفین او الکولي مشروباتو له څښلو څخه باید ډډه وشي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز