1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ۵ ساعته لږ خوب په ناروغيو د اخته کيدو ګواښ ډېروي

۱۴۰۱ آبان ۱۱, چهارشنبه

د شپې پنځه ساعته یا لږ خوب کول کيدای شي خلک د څو اوږدمهاله ناروغیو لکه د زړه ناروغي، ژور خپګان، سرطان یا شکر ناروغۍ له لوړ خطر سره مخامخ کړي. دا خبره د لندن پوهنتون څيړونکو په خپلو تازه څېړنو کې کړې ده.

https://p.dw.com/p/4Ixkj
BG Schlafende Senioren
انځور: Shotshop/IMAGO

د شپې پنځه ساعته یا لږ خوب کول کيدای شي خلک د څو اوږدمهاله ناروغیو لکه د زړه ناروغي، ژور خپګان، سرطان یا شکر ناروغۍ له لوړ خطر سره مخامخ کړي. دا خبره د لندن پوهنتون څيړونکو په خپلو تازه څېړنو کې کړې ده.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، په دغه څېړنه کې ۲۵ کاله د بريتانيا نږدې ۸۰۰۰ کارمندان د ۵۰، ۶۰، ۷۰ کلونو په عمر کي بررسي شوي دي.

څېړونکو موندلې ده چې په ۵۰ کلنۍ کې، هغه خلک چې پنځه ساعته یا لږ خوب يې کاوه، د خپلو همزولو په پرتله چې اوه ساعته يې خوب کاوه تر ۳۰ سلنه زيات يې په اوږدمهاله ناروغیو اخته ول.

دغه راز په ۶۰ کلنۍ کې هغه کسان چې پنځه ساعته یا لږ خوب يې کاوه په دي ناروغیو داخته کيدو خطر يې ۳۲ سلنه لوړ وو او په ۷۰ کلنۍ کې ۴۰ سلنه وو.

دغه لږ خوب کوونکي کسان په هغه ناروغيو، لکه شکر، سرطان، د زړه ناروغۍ، د مغزو سکته، د سږو ناروغي، د پښتورګو اوږدمهاله ناروغي، ژور خپګان، د سږو ناروغي، دماغي اختلالات، پارکینسون او ارتریت اخته ول.

اړوند مطالب:په خوب کې اخلال څومره خطرناک دی؟

د عمر په ډيريدو سره د خوب په څرنگوالې او عادتونو کې توپير راځي. سره له دې سپارښتنه کيږي چې د شپې له خوا له اوه تر اته ساعتونو پورې ویده شئ.

په هر حال، پرته د عمر په پام کې نیولو، د خوب کارپوهان سره په يو نظر دي، چې پوره خوب کول ستاسو له پاره اړین دی. البته، د خوب کیفیت هم مهم دی، ځکه چې زموږ دماغ اړتیا لري د خوب ژورې آرامي مرحلې ته ننوځي چې د خوب سستې څپې په نوم پیژندل کیږي، کوم چې د ادراکي پروسو سره مرسته کوي لکه د حافظې پیاوړتیا، د ستونزو حل کول، او د زهرجن موادو له منځه وړل دي.

اړوند مطالب:

همدارنګه، په هره شپه کې یوازې یو ساعت اضافي خوب کولی شي د خوړو غوره عادتونه رامنځ ته کړي. د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز په وينا، د خوب اړتیا له عمر سره توپیر لري. د یو کال څخه کم عمر لرونکي ماشومان ممکن په ورځ کې ۱۶ ساعته خوب ته اړتیا ولري، په داسې حال کې چې تنکي ځوانان ۱۰ ساعته او لویان د ډير عمر لرونکي د شپې او ورځ په اوږدو کي اوه ساعته يا ډېر خوب ته اړتیا لري.

د خوب د کارپوهانو په وینا، د ښه خوب حفظ الصحه کولی شي د شپې د آرام خوب لامل شي. په دې ډول عادتونو کې دا شامل دي چې ډاډ ترلاسه کړئ چې د خوب خونه خاموشه، تیاره او په سمه تودوخه کې ده، د برېښنایی وسایلو لرې کول، او له خوب څخه مخکې د درنو خوړو او الکول څخه ډډه کول شامل دي. په پوره ډول فزیکي فعالیت او د ورځې په اوږدو کې له روښناي سره مخ کیدل ممکن ښه خوب ته وده ورکړي.