1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو له طالبانو د قاري خوستي په هکله پلټنې غوښتې دي

۱۴۰۱ شهریور ۱۲, شنبه

ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر حاکمو طالبانو غږ کړی چې د خپل لوړپوړي غړي سعيد خوستي په وړاندې پلټنې پيل کړي. په نوموړي باندې د سختې ځورونې او تاوتريخوالي تورونه پورې کړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4GNon
Symbolbild "Ehrenmorde" in Pakistan
انځور د آغلې الهه نه، بلکې د آرشیف له انځورونو څخه دیانځور: B.K. Bangash/AP Photo/picture alliance

د جمعې په ورځ)  د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په ۲مه ( د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګۍ یا یوناما له خوا په يوه ټويټ کې راغلي  دي چې »يوناما اندنېښمنه ده چې د اوسني حاکمانو پر يوه پخواني غړي باندې يوې ښځې په دې وروستيو کې د ځورونې او سو استفادې تورونه پورې کړي.«

يوناما پر حاکمو طالبانو غږ هم کړی دی چې ټول پورته شوي تورونه بايد په شفاف ډول وپلټل شي او عاملين يې په سزا ورسيږي. لامل يې په ټولنيزو رسنيو کې د يوې ځوانې ښځې يوه ويډيو ده چې لاس په لاس کيږي او په کومه کې چې الهه، د طب يوه محصله او د يوه پخواني متقاعد پوځي جنرال لور، خبرې کوي.

د طالبانو له خوا جبري ودونه؛ انفرادي قضیې که یوه عامه پديده؟

د طالبانو یو کلن حکومت ته په کتو آیا دغه ډله د حکومتولۍ ظرفیت لري؟

نوموړې وايي چې د طالبانو د کورنيو چارو د وزارت پخواني وياند، سعيد خوستي، ورباندې جنسي تېری کړی او بيا يې په زور ورسره واده کړی دی. خوستي د طالبانو د کورنيو چارو د وزير، سراج الدين حقاني، له نژدې کسانو څخه بلل کيږي او د حقاني شبکې يو غړی دی.  سعيد خوستي په ټويټر کې تائيد کړې ده چې له الهه سره يې واده کړی دی، خو ټول تورونه يې رد کړي دي.

طالبانو منلې چې په بلخ ولایت کې څلور ښځې وژل شوي دي

نوموړي پر خپلې پخوانۍ مېرمنې مقدساتو ته د سپکاوي تورونه هم لګولي دي. خوستي زیاته کړه چې له خپلې دغې مېرمنې يې طلاق اخيستی دی او حاضر دی چې د يوې محکمې په وړاندې ورسره حاضر شي.

 dpa/ns/akh