1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې د افغانستان د مالي زیرمو د آزادیدو غوښتنه کړې

۱۴۰۰ آذر ۲۶, جمعه

کرملین د لویدیځو هیوادونو له مشرانو غوښتي دي چې د افغانستان کنګل شوې مالي زیرمې آزادي کړي، څو بشر دوستانه فعالیتونه تمویل شي او اروپايي هیوادونو ته د افغانانو د مهاجرت د څپې مخنیوی وشي.

https://p.dw.com/p/44QE9
Belgien Brüssel | Samir Kabulow
آرشیف انځورانځور: Virginia Mayo/AP/picture alliance

نړیواله ټولنه د طالبانو سخت دریځه ډله په رسمیت نه پيژني، که څه هم دغه ډله له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د اګست میاشتې له نیمایي راهیسې پر افغانستان واکمني کوي.

د ملګرو ملتونو ارقام ښيې چې د افغانستان د شا او خوا ۳۸ میلیونه نفوس تر نیمایي زیات یې د خوراکو توکو له کمښت سره مخامخ دی او د ژمي موسم به خلک د لوږې تیرولو او مهاجرت ترمنځ د یوه انتخابولو ته مجبوره کړي.

د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، ویلي دي چې مسکو لویدیځ ته خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان د شتمنیو کنګلول او د پیسو د انتقال درول به د دې سبب شي چې په زرونو افغان کورنۍ «په ژمي کې د اروپا پر لور» سفر پیل کړي.

کابلوف روسي خبري آژانس «ریا نووستي» ته ویلي دي: «لویدیځ د مهاجرت له څپې ویره لري.»

هغه په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي: «راځئ چې د افغانستان پېسې آزادې کړو. موږ هر هغه څه چې په وس مو پوره وي تر سره یې کړو، څو په سلونو زره افغان کورنۍ خپل هیواد پریښودو ته اړ نه شي.»

د طالبانو له لوري د واک تر نیولو وروسته، واشنګټن د افغانستان د مرکزي بانک شا او خوا ۹،۵ میلیونه شتمنۍ کنګل کړې او د افغانستان نړیوالو مرستو ولاړ اقتصاد عملا له سقوط سره مخامخ شو.

روسیې له هماغه وخت راهیسې په افغانستان کې د داعش په شمول د ترهګرو ډلو د فعالیت له احتمالي پراخیدو څخه اندیښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی دی چې د دغو ډلو غړي په دې هڅه کې دي چې د مهاجرو په جامه کې د منځني آسیا هیوادونو ته نفوذ وکړي.

تر دې دمخه کابلوف لویدیځ هیوادونه له طالبانو سره تعامل او اروپایي اتحادیه په افغانستان کې خپل سفارت پرانیستلو ته ترغیب کړي او خبرداری یې ورکړی چې په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاق او تروریزم د زیاتیدو له خطر سره مخامخ دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب