1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې او تاجيکستان افغان پولې ته نژدې پوځي تمرینات پیل کړي

۱۴۰۰ آبان ۱, شنبه

د روسيې او تاجيکستان هیوادونو ځواکونو د جمعې په ورځ د افغانستان پولې ته نژدې ګډ پوځي تمرینات پیل کړل. دغه تمرینات د افغانستان له لوري د ممکنو امنيتي ګواښونو ته د تدابیرو یوه برخه ښودل کيږي.

https://p.dw.com/p/425bG
Russland Ukraine | Das russische Militär führt auf der Krim massive Übungen durch
انځور: Vadim Savitsky/Russian Defense Ministry Press Service/AP/picture alliance

د اسوشتيد پریس خبري آژانس په حواله، په دغو تمریناتو کې پوځي ګاډي، چورلکې او په وسلو سمبالې کښتۍ کارول کيږي. د تمریناتو ځای د مامیرک (Momirak ) سيمه ښودل شوې چې د افغانستان له شمالي سرحده شاوخوا شل کيلومتره فاصله لري.

زياته شوې چې په دغو پوځي تمریناتو کې د روسيې، تاجیکستان او د پخواني شوروي اتحاد د يو شمیر جمهوریتونو شاوخوا ۵۰۰۰ عسکر او ۷۰۰ پوځي ګاډي برخه لري. دغه هیوادونه د مسکو په مشرۍ د یو ګډ امنيتي تړون سازمان (Collective Security Treaty Organization) غړي دي.

د تاجیکستان د دفاع وزارت شیرعلي ميرزا وويل چې د دغو پوځي تمریناتو تصمیم له «افغانستان څخه د نړیوالو ائتلافي ځواکونو تر وتلو وروسته د بحراني بدلون» په رامنځ ته کیدو سره نیول شوی دی.

Russland Taganrog | Militär-Manöver nahe Grenze Ukraine
په دغو ګډو پوځي تمریناتو کې شاوخوا ۵۰۰۰ عسکر ګډون لري - د آرشيف انځورانځور: REUTERS

میرزا په افغانستان کې د رامنځ ته شوي سیاسي تحول په اړه خپله انديښنه ښکاره کړه او ويې ويل چې «تروریستي ګروپونه په افغانستان کې فعالیت لري... په لاس راوړې پرمختللې وسلي لري، خپل دريځونه يې د پام وړ پرمختللي کړي او د اوسنیو په لاس ورغلو شرایطو څخه په سیمه کې د لا ډیرو تخریبي فعالیتونو له پاره د پيښې ځای پیدا کوي.»

مسکو خپل د پخواني شوروي اتحاد د وخت متحدانو تاجیکستان او ازبکستان سره چې له افغانستان سره هم سرحد لري، د پوځي مرستو ژمنه کړې. د افغانستان پولې ته نژدې د ګډو پوځي تمریناتو لړۍ د پوځي مرستو یوه برخه ده.

روسیه په تاجیکستان کې پوځي اډه لري او دا يې د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې تر ټولو ستره پوځي اډه ده. روسيه همدارنګه په قزاقستان کې د جنګي الوتکو هوايي اډه په اختیار کې ساتلې چې له هغه څخه د دې اوونۍ په پوځي تمریناتو کې کار اخلي.

د روسيې د وسله وال پوځ يوه چارواکي، يوګيني پوپلاوسکي چې له دغو پوځي تمریناتو څخه يې کتنه کړې، وايي چې دغه تمرینات د ممکنه امنيتي ګواښونو سره د مقابلې له پاره د پوځي زدکړو یوه برخه ده.

Russland Moskau | Sitzung der Duma
ولادیمیر پوتين د پنجشنبې په ورځ وویل چې نړیواله ټولنه دې ته د«نژدې کيدو په حال کې ده» چې طالبان په رسمیت وپيژني انځور: Ramil Sitdikov/SNA/imago images

اسوشتید پریس په خپل رپوټ کې زیاتوي چې د افغانستان په شمال کې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ جګړو د منځنۍ اسیا هیوادونو کې د دې ويره ډیره کړې چې د داعش او نورې وسلوالې ډلې به خپل فعالیتونه منځنۍ اسیا ته هم وغځوي.

خو طالبان چې اوس د افغانستان واک يې په لاس کې دی، تر اوسه يې په کراتو ويلي دي چې دوی به داعش ځپي. طالبانو تر اوسه څو ځله د داعش د جنګیاليو پر پټنځایونو د کامیابه عملیاتونو خبرونه ورکړي دي. خو له کله نه چې طالبان د اګست په نمیايي کې واک ته ورسيدل، داعش خپلې حملې ډیرې کړي او د هغو مسئولیت هم منلی دی. په دې موده کې تر ټولو خونړۍ حملې چې داعش يې مسئوليت په غاړه اخیستی، د تخليې ماموریت پر وخت د کابل په هوايي ډګر کې حمله او بیا په کندز او کندهار ولایتونو کې د جمعې ورځې حملې دي.

پوپلاوسکي زیاته کړه چې هغوی (طالبانو) ويلي دي چې دوی به هڅه وکړي چې ټولې داعش پلوه ډلې وځپي او یا يې له خپل حریم څخه وباسي، تر څو په افغانستان کې یو واحد حکومت رامنځ ته شوی وي. هغه زیاته کړه: «ځکه خو موږ دغه انتخاب چې هغوی به داعش د تاجیکستان حریم ته راوشړي، له پامه نه غورځوو.»

Russland I Konferenz mit den Taliban in Moskau
د مسکو د اکتوبر ۲۰مې ۲۰۲۱ په کنفرانس کې د طالبانو پلاویانځور: Sergei Bobylev/TASS/dpa/picture alliance

روسيه تر څنګ د دې چې د افغانستان له اړخه د احتمالي امنيتي ګواښونو څخه انديښنه لري، څو ځله يې د افغانستان په تړاو د نړیوالو کنفرانسونو کوربه توب هم کړی دی. مسکو همدا تیره چهارشنبه هم د دا ډول یو کنفرانس کوربه وو چې د طالبانو د سرپرست حکومت استازو تر څنګ، د چين، پاکستان، هندوستان او نورو هیوادونو استازو هم په کې ګډون درلود. روسيې د سولې مذاکراتو پر مهال هم د افغانستان په اړه کنفرانسونه راوبلل چې د طالبانو استازو هم په کې ګډون درلود. سربیره پر دې چې د طالبانو ډله په ۲۰۰۳م کال کې د تروریستي ډلو په نوملړ کې شامله شوه، خو روسيې له کلونو راهیسې پر دې کار کړی چې طالبانو سره مناسبات ایجاد کړي. په اګست میاشت کې چې طالبان واک ته ورسیدل روسیې د نورو هیوادونو خلاف خپل سفارت له کابل څخه راونښکه.

خو د طالبانو حکومت لا تر اوسه په رسمیت نه دی پيژندل شوی. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين د پنجشنبې په ورځ وویل چې نړیواله ټولنه دې ته د«نژدې کيدو په حال کې ده» چې طالبان د افغانستان د نوي حاکم په توګه په رسمیت وپيژني او زیاته يې کړه چې دغه تصمیم باید د ملګرو ملتونو سازمان ونیسي.

پوتین ټينګار وکړ چې طالبان اړتیا لري تر څو د ټولو افغان قومي ډلو غوښتنې ومني او بشري حقونه رعایت کړي، خو د «اسلامي دولت» یا داعش پر ضد خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.

ا.پ./م.ک.ص./م.ن.

پر پوځي موضوع زموږ له آرشيف څخه یو انځوريز البوم: